افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو لپاره د وېزو صادرولو د نویو محدودیتونو خبر ورکړ

واشنګټن تازه په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د طالبانو د نویو پرېکړو په غبرګون کې، د دوی د برحاله او مخکینیو چارواکو لپاره د امریکا د وېزو پر صادرولو اضافي محدودیتونه لګولي دي.

په بیانیه کې راغلي چې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په اړه د طالبانو دغې پرېکړې، ظاهراً د امریکا په ګډون د ډیموکراسي ملاتړي هېوادونه تر فشار لاندې راوستي دي.

د طالبانو له خوا د نځونو د زده کړو له مخنیوي وروسته د ښځو پر کار بندیز لګول د نړیوالې ټولنې له جدي غبرګون سره مخ شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې د طالبانو د ځینو اوسنیو او مخکینیو غړو او همداراز د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځپلو مسوول دي د وېزو اضافي محدودیتونه پرې لګول شوي دي.

بلینکن زیاته کړه: «طالبان چې ترڅو بشري حقون او د ښځو او نجونو په ګډون د افغانستان د خلکو ټولو اساسي ازادیو ته درناوی ونه کړي، د نړیوالې ټولنې درناوی او ملاتړ نه شي لرلای.»

هغه وویل: «موږ په ټوله نړۍ کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره په همغږۍ داسې تګلارې ته دوام ورکوو چې طالبانو ته روښانه شي، اقدامات به یې دوی ته د پام وړ لګښت ولري او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو لاره یې پرمخ تړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي چې تراوسه د طالبانو اقداماتو څه د پاسه یو میلیون نجونې له زده کړو بې برخې کړې او دا شمېر د وخت په تېرېدو سره زیاتېږي چې په پایله کې به اقتصادي او انساني ناورین له ځان سره ولري.

ددې بیانیې په یوه برخه کې راغلي: «موږ د طالبانو اقدامات په سختو ټکو غندو، امریکا د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېږي او ژمنه ده چې د ښځو او نجونو په ګډون د افغانستان د خلکو بشري حقونو او اساسي آزادیو ته د درناوي او دودولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو یو شنونکی وایي ترهغه چې پراخ بندیزونه منظم نه شي، طالبان به له خپلو پرېکړو شاتګ ونه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه نورالله راغي وویل: «طالبان په خیالونو کې ژوندن کوي او ترهغه چې افغانان یرغمل او شکنجه کړي او نړۍ ورته باج ورکړي، احساس به وکړي چې خدای یې د کړنو بدل ورکوي او ځانونه بریالي احساسوي.»

راغي ټینګار وکړ چې دا به د دې لامل شي چې دوی په خپلو کړنو کې هېڅ ډول بدلون رامنځته نه کړي، د افغانانو په وړاندې یې غاښونه لا تېرېږي او د افغانستان د خلکو په وړاندې به خپلو جنایتونو او له نړۍ سره مقابلې ته دوام ورکړي.

امریکا له طالبانو سره پر خپلو اړیکو له سره غور کوي

له دې سره په یو وخت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند آمو ټلویزیون ته وايي چې واشنګټن له طالبانو سره پر چلند او اړیکو له سره غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي: «د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو «توپیري»، «بې رحمانه» او مخ په زیاتېدونکو پرېکړو وروسته، دا هېواد له نوموړې ډلې سره پر «خپلو اړیکو» د بیا غور کولو په حال کې دی.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی وایي چې د امریکا د چلند بدلون پر طالبانو اغېز کوي او سیمه ییز لوبغاړي به له جدي پوښتنو سره مخ کړي.

سید مهدي افضلي په دې اړه وویل: «بې له شکه د طالبانو چلند د ډیموکراسۍ او انساني ارزښتونو د ملاتړي هېواد په توګه د امریکا د کړنو او تصمیمونو تر اغېز لاندې راشي. په هره کچه چې امریکا پر طالبانو فشار راوړي په هماغه اندازه به طالبان تر اغېز لاندې راشي او د امریکا دا تصمیم د سیمې هېوادونه او سیمه ییز لوبغاړي له پوښتنو او جدي اندېښنو سره مخ کولای شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند آمو ټلویزیون ته وایي چې هېواد یې یوازې له هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې «د ښځو او د روغتیا او خوړو په اړه برخې پکې شاملې وي.»

د اقتصادي چارو یو کارپوه په دې باور دی چې واشنګټن د دوحې هوکړې د درېيمې او څلورمې مادې د عملي کولو په موخه پر طالبانو فشار راوړي. امریکا له طالبانو سره په چلند کې جدي بدلون نه راولي، ځکه د امریکا په وړاندې سیمه ییزې ننګونې نه دي لیرې شوې.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود څرګندوي: «فکر کوم، امریکا به جدي بدلونونه رامنځته نه کړي، د دې لپاره چې لا هم زیات شمېر سیمه ییز مسایل او ستونزې دي حل شوې. چین، روسیه او ایران یې سیالان دي، امریکا علاقه نه لري چې په افغانستان کې رول ونه لري، امریکا د دوحې هوکړې د درېیمې او څلورمې مادې د عملي کولو په موخه پر طالبانو فشار راوړي او د طالبانو ځاي ناستي نه لري.»

په اوسني وخت کې امریکا د افغانستان ترټولو لوی مرسته کوونکی هېواد بلل کېږي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، واشنګټن د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې څه د پاسه یو میلیارد او سل میلیون ډالره له افغانستان سره مرسته کړې ده.