افغانستان

د خاوندانو له خبرولو پرته د کابل د تبلیغاتي لیکدړو تخریبول

یو شمېر سوداګر او پانګه‌وال وایي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ، د پلازمیني پر واټونو تبلیغاتي لیکدړې ویجاړې کړې چې دې کار دوی ته ډېر مالي زیان اړولی دی.

د یوه خصوصي شرکت مدیر چې د ښاري تبلیغاتو په برخه کې فعالیت کوي او په دې راپور کې یې د خپل نوم له خپرولو ډډه وکړه په دې اړه وویل: «کله چې نظام سقوط وکړ، په ټول کې شرکتونه پوروړي وو؛ ځکه په بازار کې نقدې پیسې نه وې او ډېری مشتریانو چې قرارداد یې درلود له هېواده بهر ته تللي. پر هرې تبلیغاتي لیکدړې له ۲۵۰ تر ۴۰۰ زره افغانیو لګول شوې وې.»

هغه زیاته کړه: «کابل ښاروالۍ د شرکت لروونکو لپاره وخت ونه ټاکه او په خپله یې د تخریبولو اقدام وکړ، زما شرکت په کابل ښار کې ۴۳ تبلیغاتي لوحې لرلې چې ټولې ویجاړې شوې او ما ته زیات زیان اوښتی دی.»

د ښاري تبلیغاتو برخې دغه فعال د دې په بیانولو سره چې هر کال یې د هرې لیکدړې لپاره کابو ۵۰۰ زره افغانۍ ښاروالۍ ته ورکولې وویل: «د جمهوریت پرمهال کابل ښاروالۍ له شرکتونو سره همکاري کوله او اوس له بده مرغه هېڅ همکاري نه کېږي، په عین حال کې له شرکتونو غوښتل شوي چې د تبلیغاتي لیکدړو پیسې هره میاشت ورکړي.»

احمد ولي یو بل کس دی چې په کابل کې تبلیغاتي شرکت لري. هغه وايي چې شرکت یې د جمهوریت له دورې پوروړی و او کابل ښاروالۍ ورسره همکاري ونه کړه او دا فرصت یې ونه کړ چې د تبلیغاتي لیکدړو پاتې پیسې ورکړي. طالبانو د نوموړي شرکت ۳۵ تبلیغاتي لوحې ویجاړې او زیات زیان یې ورته اړولی دی.

هغه زیاتوي چې په دې ورځو کې نه یوازې ښاروالي له شرکتونو سره همکاري نه کوي؛ بلکې هر کال د مالیو له پلوه زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

احمد ولي ټینګار وکړ: «هېڅ پام نه کوي او څوک مو غږ نه اوري، د هېچا مراعات نه کوي. طالبان د هغو لیکدړو لپاره ځای ناستی پروګرام نه لري چې تخریب کړې یې دي.»

د کابل ښاروالۍ له ویاند سره له پراخو تماسونو سره سره په دې اړه د نوموړي د نظر په اخیستو بریالي نه شوو.

کابل ښاروالي چې د طالبانو تر څارنې لاندې فعالیت لري، تازه یې د پلازمیني د واټونو ترڅنګ تبلیغاتي لوحې تخریب کړې چې دغو شرکتونو ته یې پراخ زیان اړولی دی.

په افغانستان کې د یو شمېر شرکتونو خاوندان وایي چې د طالبانو په راتلو سره یې کاروبار له ځوړتیا سره مخ شوی دی.

په اوسني وخت کې په کابل کې ۱۱ تبلیغاتي شرکتونه فعالیت لري او ټولې ۳۰۰ تبلیغاتي لیکدړې د طالبانو له خوا تخریب شوې دي.