افغانستان

ناپېژانده وسله والو د مخکیني حکومت یو پوځي له خپل زوی سره وژلی

د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ماښام د بغلان ولایت په حسین خېلو سیمه کې د مخکینی حکومت یو پوځي د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.

د حسین خېل کلي اوسېدونکی سیف الله حسین خېل د جمهوریت پرمهال د پولیسو د مخابرې کنډک غړی و چې په سرپل ولایت کې یې دنده ترسره کوله.

هغه د پنجشنبې ماښام مهال له خپل زوی امید او دولت خان (خپلوان) سره کور ته نږدې ناست وو چې ناپېژانده وسله والو پرې برید وکړ. په پایله کې سیف الله او امید مړه شول او دولت خان سخت ټپي شوی دی.

د سیف الله زوی امید نولس کلن و او اوس له سیف الله څخه دوې لوڼې پاتې دي.

د کورنۍ مشر زوی امید تازه له ښوونځي فارغ شوی او د خیاطۍ کار په کولو سره یې د کورنۍ اړتیاوې برابرولې.

خو ددې کورنۍ د هیلو کړکۍ وتړل شوه او د پنجشنبې په ماښام یې هیلې له خاورو سره خاورې شوې.

د هغه خپلوان وايي چې سیف الله حسین خېل د حکومت له سقوط وروسته په کور ناست و، خو د طالبانو په غوښتنه بېرته دندې ته ستون شوی و. هغه په دې موده کې د طالبانو تر تعقیب لاندې و.

د سیف الله یو خپلوان چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي: «سیف الله له چا سره شخصي دښمني نه لرله. هغه یوازې یو دښمن درلود چې طالبان وو، ځکه په ځلونو یې هغه تعقیب کړی و.»

یوازې سیف الله نه دی چې په تېرو اتلسو میاشتو کې او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د جمهوريت دورې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په جرم وژل شوی او کورنۍ یې بې سرپرسته پاتې کېږي.

سرچینې په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې هم په تېره یوه میاشت کې د مخکیني حکومت د کارکوونکو د وژلو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د سرچینو په وینا، د تېر حکومت یو شمېر کارکوونکي چې د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي وايي، په وروستیو اونیو کې د دوی د همکارانو وژل زیات شوي دي.