افغانستان

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کندهار د رسنیو وضعیت

واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې په سويلی ولایت کندهار کې ۸ سيمه‌یيزي راډيوګانې، درې اوونيزې او دوه خصوصي ټلويزیونونه فعال وو، چې اوس يوازي ۷ راډيوګاني او يو خصوصي ټلويزیون فعاليت لري.

په دغه ولایت کې د هېواد په نوم خصوصي ټلویزیون او د مېرمن په نوم راډیو د طالبانو له راتګ سره سم خپل نشرات ودرول، خو ځيني نوري رسنۍ بيا د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.

کندهار کې د نړۍ په نوم د يوې تفريحي سيمه‌ییزي راډيو مسوول سید سرور اغا وایي، د راډيو فعاليت یې ځکه ودرېد، چې ټول پروګرامونه يې تفريحي وو او ټول لګښتونه یې له سوداګريزو اعلانونو څخه پوره کول.

سرور اغا وایي پر موسیقۍ بندیز او د سوداګريزو اعلانونو کموالي اړ کړ، چې نور خپل فعاليت بند او کارکونکي ځواب کړي.

نوموړی وایي: «موږ مخکې د عامه پوهاوي ځیني پروژې او سوداګريز اعلانونه لرل، چې د تفريحي خپرونو د زياتو اورېدونکو له امله مو په واک کې راکول کېدل، خو اوس تفریحي پروګرامونه نشته او سوداګریز اعلانونه هم نه لرو او موږ هم فعاليت نشو کولای.»

کندهار کې د یوې ځايي راډیو دغه مسوول وایي، تر اوسه کوم بنسټ مرسته نه ده ورسره کړې.

کندهار کې د طالبانو له راتګ وړاندي رسنیو کې شاوخوا ۱۲۰ تنو کار کاوه، چې په دې منځ کې ۱۲ يې ښځې وې، خو اوس هېڅ مېرمن د دغه ولایت فعالو رسنیو کې دنده نه لري او د نارينه‌وو کارکونکو شمېر ۶۷ تنو ته رسېږي.

قدریه کندهار کې یوه خبریاله ده. هغې کلونه د کندهار په بېلابېلو رسنیو کې دنده ترسره کړې، خو د طالبانو له راتګ سره وزګاره شوې ده.

قدریه له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او وایي: «مخکي مې د کندهار په هېواد ټلويزیون کې دنده لرله، خو خپرونې یې بندې او ټول کارکونکي وزګار شول. ماته اوس هېڅوک دنده نه راکوي، اقتصادي وضعیت مې خراب دی. حيرانه يم، چې څه وکړم؟»
د کندهار د ښځينه خبريالانو ترڅنګ يو شمېر وزګار شوي نارینه خبريالان هم د بېکارۍ له امله اړ شوي، چې د واټونو پر سر مزدوري وکړي او د خپلو کورنیو اړتیاوي پوره کړي.

د حيات‌الله څرک په نوم کندهار کې د «زما» راډيو د ادبي خپرونو پخوانی چلوونکی له اقتصادي ناخوالو وروسته اوس د کندهار په دوهمه ناحيه کې په لاسي کراچۍ کې سوپ پلوري.

نوموړی وایي رسنیو کې د دندو نشتون او ناوړه اقتصادی وضعیت دې کار ته اړ ایستلی دی.

هغه زیاتوي: «زه اوس شکر الحمدلله په ورځني ډول ښه عاید لرم، خو بيا هم د رسنیو کار ښه و. هيله ده، چې رسنۍ بيا د پخوا په شان فعاليت ته وګرځي.»

د فعالو خبريالانو ستونزي

کندهار کې خبريالان اطلاعاتو ته د لاسرسي د ننګونو ترڅنګ د خبرونو د خپرولو په برخه کې له فشار او سانسور سره مخ دي.

ځيني طالب مسوولين ان له خبريالانو غواړي، چې خپل ليکلي راپورونه له خپرېدو مخکې له دوی سره شريک کړی او د انتقادی موضوعاتو له خپرولو ډډه وکړي.

کندهار کې اوس يوازې د طالبانو د ولايت مقام، امنيه قومانداني او د کندهار ښاروالي وياندويان لري او هغوی هم يوازې د ورځنيو ليدنو او فعاليتونو اړوند معلومات شريکوي، خو نورې ادارې نه وياندويان لري او نه هم خبريالانو ته معلومات ورکوي.

کندهار کې د يوې نړيوالي رسنۍ خبريال د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې کندهار اوس د خبريالانو لپاره په دوزخ بدل شوی دی.

دغه خبريال وایي، کندهار کې که څه هم د تېر کال په پرتله د معلوماتو له ورکړي سره طالب مسوولين په کمه اندازه بلد شوي، خو لا هم د راپور جوړولو پر مهال د معلوماتو د اخیستو په برخه کې زیاتې ستونزې شته.

هغه وایي: «زه تر ډېره توليدي راپورونه تعقيبوم او اړتیا وي، چې د بېلابېلو اړخونو غبرګونونه ولرم، کله چې د طالبانو مسوولينو ته مراجعه کوم هغوی راته پلمې کوي او که څو ځله اړیکه ورسره ونیسم، تهدیدوي مې.»

د خبريالانو ترڅنګ د ټولنيزو رسنیو کاروونکي هم له ګڼو محدوديتونو سره مخ دي او يو شمېر یې ان ټولنيزو شبکو کې د طالبانو پر کړنو د نیوکې له امله زنداني او شکنجه شوي دي.

له دې ډلي يو هم بشير ارمان دی، چې پر خپله فېسبوک‌پاڼه يې انتقادي موضوعات خپرول، چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر مياشتي پر ۲۹ نېټه د کندهار څلورمه ناحيه کې له خپل درملتون څخه ونیول شو او تر اوسه یې برخلیک روښانه نه دی.

د رسنیو په اړه د طالبانو نظر

د کندهار پرېس کلب، د خبريالانو د خونديتوب کمېټې او د هېواد د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې له لوري کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له رياست سره په ګډه د خبریالانو د ستونزو د هواری لپاره تازه د میاشتنيو ناستو بهیر پیل شوی، چې تر يوه بریده د خبريالانو ستونزي پکې مطرح کېږي.

د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ نور احمد سعید وایي، چې د دوی حکومت (د طالبانو اداره) د رسنیو او خبريالانو د ازاد فعاليت ملاتړ کوي او هغوی ته د کاري چاپيريال برابرولو په هڅه کې دي.

سعید وایي، د تېر حکومت له پرځېدو وروسته هېڅ رسنۍ د طالبانو د فشار له امله نده تړل شوې، بلکې د سفارتونو او ځينو پروژو په درېدو سره یو شمېر رسنۍ له فعالیته پاتې شوې دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وایي، اسلامي امارات (د طالبانو اداره) خبريالانو ته د معلوماتو د ورکړي په ګډون د هر ډول ستونزو هواري ته ژمن دی.

نوموړی زیاتوي: «موږ له رسنیو سره ستونزه نه لرو، رسنۍ او خبريالان د نظام لپاره ارزښتناک دي او موږ يې ملاتړ کوو، د رسنیو د ملاتړ په موخه د هغوی جرمونه معاف شول او د برېښنا د بيې د ټيټوالي په ګډون ځيني نور د ملاتړ پروګرامونه هم په پام کې دي.»

په کندهار کې يو بل خبريال بیا وایي، دغه ولایت کې ټولې رسنۍ او خبريالان د استخباراتو له لوري په جدي توګه څارل کیږي او د نورو مسوولينو خبرو ته چندان پام نه کېږي.

په دغه ولایت کې د جمهوريت د حکومت په پرتله د مسوولينو خبري ناستې هم کمي شوې دي او تر اوسه هیڅ مسوول خبري کنفرانس نه دی ورکړی.

د مخکیني حکومت له پرځېدو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې زیات شمېر رسنۍ وتړل شوې او ډېری یې لا هم د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د فشارونو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.