افغانستان

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ومړ

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار په پېښور کې ومړ. د نوموړي کورنۍ او دوستان د ښاغلي ثابت مړینه تاییدوي، خو د لامل په اړه یې څه نه وایي.

عبدالجبار ثابت ۷۸ کلن و او له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ زېږدیز کال پورې د افغانستان لوی څارنوال و.

هغه تېره شپه د پېښور په «نارت وېسټ» روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه په خپله کاري دوره کې هڅه کوله چې د پخواني حکومت پر فساد د تورنو ځینو چارواکو او پوځي قوماندانانو د مالي فساد دوسیې وڅېړي او له همدې امله د یوه جنجالي شخصیت په توګه پېژندل کېده.

عبدالجبار ثابت په ۱۳۲۴ کال کې په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی و او په ۱۳۵۰ کال کې یې د لیسانس سند د کابل پوهنتون د حقوقو له څانګې ترلاسه کړی و.

نوموړی له هغې وروسته امریکا ته ولاړ او د ماسټرۍ سند یې په دوو برخو حقوق او اقتصاد کې ترلاسه کړ.

ثابت په بېلابېلو دولتي برخو کې دنده ترسره کړې وه او په ۱۳۸۷ کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند و.