افغانستان

کونړ کې دولتي کارکوونکو ته د طالبانو خبرداری: یا به ږیرې پرېږدۍ یا دندې

په کونړ ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د ټولو دولتی ادارو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی که د کوم کارکوونکی ږیره د دوی د لایحې مطابق نه وه له دندې یې ګوښه کوي.

د طالبانو له خوا دا حکم هغه مهال جدي شو چې کونړ کې څه موده مخکې هم دولتي مامورینو ته د ږیرې پریښودلو حکم شوی دی.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د والي دفتر یوه کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «پرون د کونړ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست چارواکي زمونږ دفتر ته راغلل موږ ګومان کاوه چې ښايي د لمانځه یا بل څه په اړه به څه وايي خو کله چې راغلل په ډېر جدیت سره يې وویل یا به ږیرې پریږدئ او یا دندې موږ حیران شو او ورته مو وویل چې مونږ خو ږیره پرېښې ده خو دوی وویل چې تاسو باید ږیرې اوږدې کړئ ترڅو له سنت طریقې سره برابرې شي.»

هغه زیاتوي چې د امربالمروف کسانو ورته ویلي، یوه دوه میاشتې وروسته بیا ورته راځي کې چا ږیره نه وه اوږده کړې له دندې به یې ګوښه کړي.

د کونړ یو بل دولتي کارکوونکی چې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په دولتي بنسټونو کې کار کوي وايي: «د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د مسوولینو له خوا خبرداری راکړ شوی له نن وروسته خپلې ږیرې تر دوو قبضو زیاتې اوږدې کړي.»

نوموړی زیاتوي، د امربالمروف کسانو خبرداری ورکړی چې دا یو جدي امر دی او سر له سبا به د هر دولتي بنسټ په مخکې د دوی کارکوونکي ناست وي او ټول کارکوونکي به څاري که د چا ږیره له لایحې سره برابره نه وه له دندې به یې ګوښه کړي.

اوس چې تازه د طالبانو له لوري د کونړ په دولتي ادارو کې کارکوونکو ته د ږیرو د پرېښودلو په اړه خبرداری ورکړ شوی دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په کونړ کې ټولو ولسوالیو ته په ورغلو لارو کې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکي ولاړ وي او خلکو ته د ږیرو پرېښودلو په اړه خبرداری ورکوي په دوهم ځل ورته سپکې سپورې وايي او په درېیم ځل یې وهي ټکوي.