افغانستان

نیمروز کې سړه هوا؛ ۳۲تنه مړه شوي او تر ۲زره زیات څاروي له منځه ولاړل

نیمروز کې سیمه‌ییزې سرچینې تاییدوي چې په دغه ولایت کې د سختې سړې هوا له امله ۳۲ تنه مړه شوي او تر ۲ زره او ۵۰۰ زیات څاروي له منځه تللي دي.

نیمروز کې سرچینې وایي چې په تېرو څلورو ورځو کې په دغه ولایت کې د سړې هوا او توپان له امله ۳۲ تنه مړه شوي او تر ۲ زره او ۵۰۰ زیات څاروي په زرنج ښار او ولسوالیو کې له منځه تللي دي.

د زرنج ښار یوه اوسېدونکي سلیم سادات له آمو سره په خبرو کې وویل چې په وروستیو ورځو کې د هوا بې‌مخینې یخنۍ د نورو ولایتونو په پرتله د نیمروز له خلکو ډېره قرباني اخیستې ده.

۵۰ کلن سلیم چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري د کور د ګرمولو لپاره د امکاناتو له نشتونه اندېښمن دی او وایي: «زما اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. یو زوی لرم په ایران کې کار کوي او هره میاشت ۳ میلیونه تومان رالېږي او په هماغه پیسو ژوند کوو.»

د نوموړي په وینا د سږ کال ژمی خلکو ته ډېر ګران تمام شو، ځکه د حکومت له سقوط او د نظام له پرځېدو وروسته ټول خلک په ناوړه اقتصادی وضعیت کې دي او ځینو له لوږې د ژغورل کېدو لپاره کډوالۍ ته مخه کړې ده.

هغه په داسې حال کې، چې د ژمي سړې شپې ورځې له برېښنا پرته او په یخنۍ کې تېروي او له لوږې کړېږي، وایي: «ستونزمن ژمی، لوږه، وزګاري، د خوراکي او سونتوکو د بیو لوړوالي د افغانانو ژوند په دوزخ بدل کړی دی.»

د سلیم یو زوی پر نشه‌یي توکو اخته دی. څه موده کېږي چې له کوره تللی او په سړو شپو کې د زرنج پر سړکونو ویده کېږي.

سلیم په دې اړه وایي: «نه پوهېږم حیدر زوی مې مړ دی که ژوندی. موده کېږي چې هېڅ خبر نه ترې لرم. ګاونډیان وایي هره شپه یو شمېر روږدي د سړې هوا له امله پر سړکونو مړه کېږي.»

هغه چې په یوه کرایي کور کې ژوند کوي وایي، چې ان د کور د ۲ زره افغانۍ کرایې وس هم نه لري او سږ کال د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله نه دي توانېدلی د سون‌توکي وپېري.

نیمروز ولایت کې یوه مدني فعال صدیق خواجه د آمو ټلویزین له خبریال سره په مرکه کې وویل: «هر کال په ژمي کې روږدي له منځه ځي ځکه کومه سرپناه نه لري او د سړکونو غاړې ته ویده کېږي.»

په همدې حال کې زرنج ښار کې د طالبانو ښاروال نورالدین حمزه له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: «په تېرو پنځو ورځو کې زرنج ښار کې ۳۲ روږدو د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

هغه وايي، چې د امنیتي حوزو په مرستې یې روږدي کسان له ښاره ټول او په یوه مناسب ځای کې یې ساتي او د سوداګرو او خیر رسوونکو په مرستې هر شپه ۱۵۰۰ اړمنو او روږدو ته ګرم خواړه وېشي.

نیمروز کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالخالق حیکم‌ الله مالدارانو ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبر ورکړی او وايي: «نیمروز کې د تېرې اونۍ د سړې هوا او توپانونو له امله ۲ زره او ۵۳۴ څاروي له منځه تللي دي.»

حکیم الله زیاته کړې، چې موږ هڅه کوو ترڅو زیانمنو مالدارانو ته د مرستې زمینه برابره کړو. په له منځه تللو څارویو کې غواوې، اوښان، پسونه او اسان شامل وو، چې په مرکز او ولسوالیو کې له منځه تللي دي. له نېکه‌مرغه سړې هوا کرنیزو ځمکو ته زیان نه دی رسولی.

د دغه ولایت یوه بله اوسېدونکې مرضیه کریمي نیمروز ولایت کې د ګاز او څښاک اوبو د بیو له بې‌مخینې زیاتوالي شکایت لري او وایي: «د ګاز بیه ۱۰ سلنه او د اوبو بیه تر ۲۰ سلنه زیاته شوې ده.»

هغه وویل: «له څلورو ورځو راهیسې په زرنج ښار کې د څښاک اوبه نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي درې برابره په لوړه بیه پلورل کېږي. مخکې یوه ۲۰ لیتره بوشکه په ۱۰ افغانۍ پلورل کېده. خو اوس پر ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي. حکومت باید په دې شرایطو کې د افغانستان د بېوزلو کسانو غمه وخوري ترڅو له لوږې مړه نه شي.»

په همدې حال کې زرنج کې د طالبانو ښاروال وایي، چې د سړه هوا په اوج کې یې کارکوونکي د هېواد بېلابېلو سیمو ته د بیو د کنټرول لپاره لېږلي ترڅو له هغو هټیوالو سره چې په خپلسر یې بیې لوړې کړې چلند وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو ادارې د معلوماتو له مخې په وروستیو لسو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سړې هوا له امله ۷۸ تنه مړه شوي دي. خو سرچینې وایي چې تلفات تر دې زیات دي.

جوزجان کې له سرچینو د آمو موندنې ښيي چې په دغه ولایت کې لږترلږه ۱۸ تنه د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي. په ټولو ولایتونو کې د له منځه تللو څارویو شمېر تر ۷۰ زرو زیات دی.