البرز پنډغالی د کورنیو بې ځایه شویو یو استوګنځای دی چې له مزارشریف ښار څخه لږ لیرې موقعیت لري. د دغه ځاي اوسېدونکي هغه کورنۍ دي چې له فاریاب، سرپل او د بلخ له چمتال ولسوالۍ څخه د داخلي جګړو له امله بېځایه شوې دي.
دوی وایي چې ددغه ولایت د ښه امنیت او له نورو ولایتونو سره د نږدې والي له امله د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.
به دې پنډغالي کې ۱۵۰ کورنۍ اوسېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغه کورنۍ د روان ژمي سخته یخنۍ کې ژوند کوي.
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد علي یوه میاشت کېږي چې په دې کمپ کې ژوند کوي.
نوموړی هغو ستونزو ته په اشارې سره چې په دې کمپ کې ورسره مخ دي وایي: «له هغې ورځې چې دلته راغلم د خلکو په کور کې اوسېږم، سونتوکي نه لرو او هېڅ بنسټ له موږ سره مرسته نه ده کړې.»
دغه بېځایه شوي وایي چې له امکاناتو پرته په خیمه کې شپې ورځې تېروي.
د البرز پنډغالي یو بې ځایه شوی سید قاسم چې معیوب دی او د خپلې نهه کسیزې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري، شپږ میاشتې کېږي چې دلته ژوند کوي او وايي: «کور نه لرو او په بې وزلۍ کې ژوند کوو د هوا په سړېدو او واورې په ورېدو تر واورې لاندې پاتې شوي یو.»
بېځایه شوې کورنۍ په دې پنډغالي کې د اقتصادي ستونزو له امله د کنډوالو او یا ترخېمو لاندې ژوند کوي او د اوبو، برېښنا، روغتيايي مرکز او د ښار له مرکزه لیرې والي په شان ستونزو سره مخ دي.
ددې کمپ یو بل اوسېدونکی ذبیح الله چې له چمتال ولسوالۍ څخه بېځایه شوی او اوس تر خېمې لاندې اوسېږي وايي: «موږ په کورنۍ کې لس تنه یو، ورور مې شپني کوي او پلار مې ورځنۍ مزدوري کوي چې کله کال ورته پيدا کېږي او کله نه.»
اخوا، په بلخ ولایت کې د طالبانو د کډوالو چارو رییس بورجان البدر وایي: «په بلخ ولایت کې کابو لس زره بېځایه شوې کورنۍ مېشتې دي. موږ له دغو ټولو کورنیو سره د مرستې وس نه لرو او له خیریه بنسټونو غواړو چې له دغو کورنیو سره همکاري وکړي.»
د هېواد په ځینو شمالي سیمو کې د ناامنۍ زیاتوالی د دې لامل شوی چې سلګونه کورنۍ نسبتاً امنو شمالي ولایتونو ته کډه وکړي.
بې وزلي او وزګاري هغه نورې ستونزې دي چې د یخنۍ ترڅنګ یې ددغو بې ځایه شویو کورنیو لپاره ژوند سخت کړی او په دې پنډغالي کې د ډېری کورنیو سرپرستان وزګار دي.