افغانستان

د بادغیس بېځایه شوي: که مرستې ترلاسه نه کړو، زموږ ماشومان مري

یو شمېر بېځایه شوې کورنۍ چې کابو یوه میاشت مخکې د طالبانو له خوا د بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې له یوه پنډغالي ایستل شوي وايي چې دوی د یخنۍ په زیاتېدو سره له سختو شرایطو سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یو بېځایه شوی ۳۱ کلن عبدالکریم چې له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره په قادس ولسوالۍ کې اوسېږي، په ټلیفوني اړیکه کې د آمو خبریال ته وايي: «کله چې طالبانو موږ په زور له کمپ څخه وایستو، پیسې مو پور کړې چې تر ولسوالۍ راغلو، تراوسه مو نه هغه پور ورکړی نه هم موسسو راسره کومه مرسته کړې ده. د خوړو او د کور د تودولو لپاره هېڅ نه لرم، شپه او ورځ په دروېزه تېروو.»َ

عبدالکریم زیاتوي چې طالبانو له پنډغالي زموږ د ایستلو پرمهال له دوی سره د مرستې رسولو ژمنه کړې وه، خو تراوسه یې د طالبانو له خوا هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

۳۶ کلن محمد عوض د بادغیس یو بل بېځایه شوی دی چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري هغه هم د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي: «کمپ زموږ لپاره ښه و، موسسو مرسته کوله، دلته چې راغلو نه مرسته شته او نه مو هم څوک خبر اخلي.»

د بادغیس بېځایه شوي خبرداری ورکوي په هغه صورت کې چې د هوا یخني دوام وکړي او مرستندویه بنسټتونه ورسره مرسته ونه کړي، ماشومان به یې ژوند له لاسه ورکړي.

دوی له طالبانو غواړي چې د خپلو ژمنو د عملي کولو ترڅنګ په دې ولایت کې د مرستندویه بنسټونو د بیا فعالیت زمینه برابره کړي ترڅو دوی د دغو موسسو له بشردوستانه مرستو برخمن شي او ماشومان یې له سړې هوا او لوږې ژغورل کېږي.

شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ

سړه هوا او بادغیس د خلکو بې وزلي د دې لامل شوې چې په تېرو درېيو میاشتو کې د هوا د سړېدو له امله یوه ښځه او یو شپون ژوند له لاسه ورکړي.

خو په بادغیس کې د طالبانو ځایي مسوولین د کورنیو بېځایه شویو د ادعا په ردولو سره وايي چې دوی هېڅوک په زور نه دي ایستلي، بلکې له مرستندویه موسسو په همغږۍ دا کسان خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي ترڅو د خېمو له ژونده وژغورل شي او په خپلو سیمو کې ژوند وکړي.

د طالبانو یوه مسوول د آمو خبریال ته وویل: «د طالبانو دا ادعا چې ګواکې د اسلامي امارت (طالبانو) له خوا په زور له کمپ څخه ایستل شوي، ناسمه ده. موږ له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ خپلو اصلي کورونو ته ولېږل ترڅو تر خېمو لاندې ژمي څخه وژغورل شي.»

د طالبانو دغه مسوول همداراز وایي چې دوی له موسسو سره په همغږۍ پر زیات شمېر بېځایه شویو مرستې وېشلې دي.

دا په داسې حال کې دي کابو یوه میاشت مخکې د ناروې عالي شورا په یوه اعلامیه کې ددې ولایت له یوه پنډغالي د شل زره بېځایه شویو د جبري ایستلو خبر ورکړ او د طالبانو دا کړنې یې په اوسنیو شرایطو کې غیرمسوولانه بللې وې.