افغانستان

د ملګروملتونو سازمان: نقدي مرستې به زموږ د استازولیو د کارونو د پرمخ بېولو لپاره وکارول شي

د ملګروملتونو سازمان د نقدي بشردوستانه مرستو د لګولو د څرنګوالي په اړه، چې افغانستان ته لېږدول کېږي جزییات وړاندې کړي دي.

د دغه سازمان د مرستیال ویاند د څرګندونو له مخې د ډالرو بستې چې افغانستان ته راځي میلیونونو افغانانو ته د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره کابل ته لېږدول کېږي.

د ملګروملتونو سازمان د ویاند مرستیال وایي چې دغه پيسې میلیونونو افغانانو ته د مرستې رسولو په موخه د دې سازمان د استازولیو د کارونو د پرمخ بېولو په برخه کې لګول کېږي.

د ملګروملتونو سازمان د ویاند مرستیال سټفاني ټرمبلي وویل: «دغه سازمان نقدي پيسې افغانستان کې د دې سازمان استازولیو ته لېږدوي. موږ له دې بودیجې د ملګروملتونو سازمان د کارونو د پرمخ بېولو په ځانګړې توګه د افغانستان میلیونونه وګړو ته د مهمو بشردوستانه مرستو رسولو لپاره، چې اړتیا ورته لري ګټه اخلو.»

د افغانستان بانک د شمېرو له مخې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ټولې نقدي مرستې تر اوسه یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

په معمول ډول دغه مرستې په ۴۰ میلیون ډالري بستو کې افغانستان ته لېږدول او د AIB په نوم یوه سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.

د ملګروملتونو سازمان ویلي چې دغه مرستې د طالبانو په واک کې نه دي او د خوړو د نړیوال پروګرام، یونیسف او یو‌اېن‌اېچ‌سي‌آر په څېر د ملګروملتونو سازمان نورې استازولۍ به کار ترې واخلي.

په همدې حال کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مسوولین وایي چې د نقدي بشردوستانه مرستو له بیا پيل سره دغه سرای ته د ډالرو لېږدول زیات شوي او د نورو اسعارو پروړاندې د افغانۍ ارزښت هم ښه‌ شوی دی.

عبدالرحمن ځیرک وویل: «هغه ډالر چې د بشري مرستو په نوم افغانستان ته راځي د نړیوالې ټولنې یوه لویه همکاري چې له افغانستان سره یې کوي او د افغانیو د ارزښت له ښه کېدو سره یې هم مرسته کړې ده. کله چې یو ډالر ۹۰ افغانۍ او دېرش پيسو ته رسېدلی و، د ډالرو له راتګ سره یې یوه افغانۍ توپیر وکړ. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې په دې ستونزمن ژمي کې له افغانستان سره مرسته وکړي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

په همدې حال کې ځینې اقتصادي شنونکي وایي، چې د بشردوستانه مرستو زیاته برخه د مرستندویه بنسټونو پر اداري او عملیاتي لګښتونو لګول کېږي او په دې کار سره به د افغانانو د بې وزلۍ او وزګارۍ ستونزه له منځه ولاړه نه شي.

اوسمهال د مرستو د پرې کېدو او د پانګوونکو د تېښتې له امله د افغانستان ناخالص کورنی تولید تر ۵ میلیارد ډالرو زیات کم شوی او د شنونکو په باور تمه کېږي چې په روان زېږدیز کال کې افغانستان د کورني ناخالص تولید د لا زیات کموالي شاهد ووسي.