افغانستان

د بغلان اوسېدونکي: طالبان اړمن کسان وهي‌ټکوي

زیات شمېر اړمن کسان چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د پلخمري په افسوتر سیمه کې د ډبلیو‌اف‌پی یا د خوړو د نړیوال پروګرام زېرمو ته راغلي وایي، چې طالب پوځیانو هغو ښځو او نارینه‌وو ته چې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره راغلي سپکاوی کوي او وهي او ټکوي یې.

د پلخمري ښار اوسېدونکې ۷۵ کلنه رڼا د خوړو د نړیوال سازمان د مرستو د بایومتریک کارت د اخیستو لپار افسوتر ته راغلې او وایي: «دوې ورځې کېږي چې له سهاره تر ماښامه دلته راځم او په واورو او سړه هوا کې په تمه یم. هېڅوک پوښتنه نه کوي. کله چې نږدې ورځم ترڅو وپوښتم، طالبان په لرګیو وهل کوي.»

هغې په داسې حال کې چې بېوزلۍ اړ ایستلې د پلخمري ښار په منفي ۲۰ درجې سانتي ګرېډ سړه هوا کې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام زېرمو ته راشي، وویل: «که بېوزلي نه وای او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مې څوک لرلای هېڅکله دلته نه راتلم.»

بي بي عارفه هم په دې ځای کې له درې ورځې په تمه کېدو شکایت لري او وایي: «سترګې مې لار په سمه توګه نه ویني، خو په کور کې د خوړلو ډوډۍ نه لرم. ناچاره یم. یا سړه هوا ما وژني یا د طالبانو ظالمانه لرګی. یوازې ښځې نه دي چې وهل او ټکول کېږي. طالبان نارینه‌ هم وهي.»

یو له دغو کسانو غلام علي چې پښه یې د مرستو د ترلاسه کولو په لیکه کې ټپي شوې، وایي: «کله چې سهار راغلم بایومتریک شوم، ځینې سهار وختي راغلي وو. ډېره ګڼه‌ګوڼه وه. غوښتل مې وګورم چې زما نوم اخلي که نه. په همدې شېبه کې یوه طالب پر ما برید وکړ او کله چې زه پر کنګل شوې واورې ولوېدم د لرګي ګوزار مې په سر ولګېد او پښه مې په کنګلونو ژوبله شوه.»

نظیرګل یو بل له هغو کسانو دی چې په دې ځای کې د طالبانو له دروغو او دوکې شکایت لري او وایي: «درې ورځې کېږي؛ وایي په لیکه کې ودرېږئ، درېږو، خو موږ ته وار نه رارسېږي، لامل یې دا دی چې خپلو نږدې کسانو او خپلوانو ته اجازه ورکوي، ځواب هم نه راکوي، یوازې په دې سړه هوا کې خلک ځوروي.»

خلک په داسې حال کې د ژمي په دې سړه هوا کې د طالبانو وهل ټکول او په لیکه کې درېدل پر غاړه اخلي چې کمه اندازه مرسته ترلاسه کوي، چې د یوې اونۍ لپاره یې هم بسنه نه کوي.