افغانستان

د «طالبانو ادارې په هوکړې» د عربانو له خوا په نیمروز کې د کمساریو مرغانو ښکار

د افغانستان په لوېدیځ نیمروز ولایت کې د طالبانو ځایي اداره تاییدوي چې د کمساریو مرغانو ښکار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هوکړې د عربانو له خوا ترسره کېږي.

په نیمروز کې یوه سرچینه وايي چې مرغان لکه «پور، چرز، شین غاړی، سره سینه لروونکی، مرغابۍ او مهاجر مرغان (سپينه زاڼې» چې د کال په دې موسم کې له هندوستان څخه نیمروز ته راځي او په آسیا کې کمساري دي د عربانو له خوا ښکار کېږي.

د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې ځایي او کمساري مرغان په دې ولایت کې د عربانو له خوا ښکار کېږي.

د نیمروز ولایت اوسېدونکي عبدالمجید وايي: «دوولس تنه قطري شېخانو له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو دولت په ملاتړ نیمروز ته راغلي، نایابه مرغان ښکار کوي.»

د هغه په وینا، سره له دې چې د طالبانو حکومت د افغانانو لپاره د مرغانو ښکار منع کړی، خو عربان هر کال په ځانګړي «شان و شوکت» سره نیمروز ته راځي او په دې ولایت کې د مرغانو په ښکار کولو سره مزې چړچې کوي او «دولت ته یوه اندازه پیسې ورکوي.»

په نیمروز کې مدني فعال، سلیم نارويي وایي: «قطري عربان له ټولو امکاناتو سره نیمروز ته راغلي د خپل درې تر څلور میاشتې اوسېدو لپاره خوراکي او نور د اړتیاوړ توکي برابروي او آن د ښکار په ځایونو کې خېمې دروي.»

د هغه په وینا، په چهاربرجک، قلعه فتح ولسوالیو، خوابګاه سیمه او خاشرود کې د درېیو میاشتو لپاره کمساري مرغان ښکار کوي او د طالبانو اداره هم ټول امکانات د دوی په واک کې ورکوي او یو شمېر کسان هم د دوی ملګرتیا او مېلمه پالنه کوي ترڅو د مرغانو لارې په ګوته کړي.

هغه زیاتوي: «ددغو کسانو شمېر ۵۰ تنو ته رسېږي او څلور تنه ددغو کسانو مشري کوي. طالبانو له دوی ملاتړ کوي او پیسې ورکوي. عربان مرغان د باز په واسطه ښکار کوي، کله چې مرغه ویني باز ورخوشی کوي ترڅو مرغه ښکار کړي او هغوی ته یې راوړي.»

خو په نیمروز کې د طالبانو د چاپېرل ساتنې رییس حبیب الله مظهري وایي، ددغو مرغانو ښکار په قانوني توګه او د طالبانو له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د هوکړې له لارې ترسره کېږي.

هغه زیاتوي: «عربان د هغه قرارداد له مخې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او عربانو ترمنځ په مرکز (کابل) کې شوی د هېواد په کچه د ښکار اجازه لري.»

د نوموړي په وینا، «په نیمروز ولایت کې شیخ عبدالله بن محمد الثاني د پنځه کلن تړون له مخې د نیمروز په بېلابېلو سیمو کې د ښکار اجاره لري او ددې تړون د متن او د عربانو د لایحې پربنسټ د ښکار اجازه لري.»

هغه وایي چې عربانو میلیونونه ډالر د دغو مرغانو د ښکار په بدل کې طالبانو ته ورکوي.

دغه طالب چارواکی وایي چې دغو عربانو په نیمروز ولایت کې د ښکار په بدل کې سل بستریز روغتون ته شل میلیون ډالر او ۵۰۰ زره ډالر یې د نیمروز ولایت له بې وزلو سره مرسته کړې ده او په بدل کې یې باید دوه سوه مرغان وروزي او نسل ګیري یې وکړي او په هوا کې یې خوشي کړي.»

د هغه په وینا، عربان د یوه قرارداد پربنسټ چې له کابل سره شوی ښکار کوي، هغه هم نه په مرمۍ سره بلکې د باز په واسطه ښکار کوي.

دغه طالب چارواکی همداراز ټینګار کوي چې په دې ولایت کې ناقانونه ښکار کول بند دي.