افغانستان

د پنجشېر اوسېدونکی: ورور مې بزګر و؛ هغه یې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور وواژه

د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي طالبان په دې ولایت کې د ملکي وګړو په وژنه تورنوي.

د شل کلن هدایت الله کورنۍ او خپلوان چې د روان کال د غویي په میاشت کې د پنجشېر په پریان ولسوالۍ کې ووژل شو، وایي چې دا ځوان بزګر و، خو طالبانو وواژه.

د هدایت الله کورنۍ چې د پریان ولسوالۍ د «شالکچه» کلي اوسېدونکي دي وايي چې د غويي میاشتې په ۲۵مه کله چې هدایت الله ځمکې ته اوبه ورکول د خپل ورور په مخکې ووژل شو.

د هدایت الله کوچنی ورور چې د هدایت الله وژلو شاهد دی له آمو سره په خبرو کې وایي چې له خپل ورور سره د ځمکو په اوبولو بوخت وو چې طالبان راغلل، ورور یې وواژه او نور رحیم یې سخت وواهه، هغه په دې وهلو سر سخت ټپي شو.

نوموړی وایي، طالبانو د هغه ورور له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په جرم په ډزو سره وواژه، خو ورور یې بېګناه و او له پوځیانو سره یې هېڅ تړاو نه درلود.

د هدایت الله خپلوان وايي چې هغه تر  اتم ټولګي زده کړه کړې وه او د اتقصادي ستونزو له امله یې زده کړې نیمګړې پاتې شوې او د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره یې بزګري کوله.

د سیمې اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي د طالبانو له خوا په کرونده کې د دغه ځوان وژل کېدل تاییدوي او وايي، هغه له کوم جرم پرته د طالبانو له خوا ووژل شو.

ځایي سرچینې څه وايي؟

د سیمې یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «هدایت الله په کرنیزو چارو بوخت و چې ناڅاپه طالبان ورته راغلل او په ډزو سره یې شهید کړ.»

هغه زیاتوي، کله چې د سیمې اوسېدونکي د هدایت الله د وژل کېدو ځای ته ورغلل ترڅو یې مړی ولېږدوي طالبانو ورته اجازه ورنه کړه او هغوی یې ووهل.

له بله پلوه، د سیمې اوسېدونکي له دې پېښې په خبرېدو سره هلته ورغلل ترڅو د هدایت جنازه ترلاسه کړي.

یو بل ځایي اوسېدونکی هم وايي چې طالبانو د هدایت ورور نور رحیم ته چې د دوی له خوا په وهلو سره ټپی شوی و روغتون ته یې د لېږدولو اجازه ورنه کړه.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا د هدایت الله کور یوه میاشت د طالبانو ترڅارنې لاندې و تر دې چې ددې کورنۍ مشر زوی د کور پرېښودلو ته اړ شو او ایران ته ولاړ.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، په شمالي ولایتونو په تېره بیا پنجشېر د بغلان په اندراب کې د ملکي خلکو نیولو، شکنجې او جبري کډې کولو ته مخه کړې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په تېر یوه کال کې ۶۶ ملکي کسان په اندراب او ۱۷۲ نور په پنجشېر کې وژل شوي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې، په دې ولایت کې د بشري حقونو وضعیت د افغانستان د بلې هرې سیمې په پرتله ناوړه وباله.

بنت له افغانستانه له بېرته ستنېدو وروسته په نیویارک کې په خبري ناسته کې وویل: «ما د پېښو له شاهدانو سره مستقیمې خبرې وکړې، وضعیت داسې ښکاري چې د صحرايي وژنو په ګډون له بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو د سرغړونې په اړه اندېښنې رامنځته کوي. په هغه ځای کې پر عادي وګړو جدي محدودیت موجود دی. تر دې حده چې بزګر نه شي کولای خپلې کروندې ته ورشي او شپانه په خپلو رمو پسې ولاړ شي.»