افغانستان

داعش ډله، په تېرو ۵۰ورځو کې د شپږو بریدونو مسووله

په کابو دوو میاشتو کې، داعش په کابل کې د پنځو او په بلخ کې د یوه برید مسوولیت منلی دی.

په تازه مورد کې، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خونړی برید وشو. که څه هم په پلازمیني کې تېره ورځ واوره اورېده؛ خو پر بهرنیو چارو وزارت د برید په پایله کې د وژل شویو وینو د واورې سپينه بڼه په وینو ولړله.

د چهارشنبې مازدیګر مهال، په ۳:۳۸ دقیقو کله چې د دغه وزارت کارکوونکي د کاري ورځې په پای کې د وزارت دروازې ته نږدې راټول شوي وو یوه ځانمرګي بریدګر له ځان سره چاودېدونکي توکي وچاودول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي په دې پېښه کې د ۱۳ تنو د وژل کېدل او د ۳۶ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

د کابل ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټ کې لیکلي چې څه د پاسه ۴۰ ټپیان له چاودنې وروسته دې روغتون ته وروړل شوي دي.

رویټرز د طالبانو په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې په دې برید کې شل تنه مړه شوي دي.

له دغه بریده کابو نهه ساعته وروسته، د داعش د خراسان څانګې د دې ډلې په وېبپاڼه کې د خبرپاڼې په خپرولو ددې برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

د داعش په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه برید موخه، «د طالبانو او بهرنیو دیپلوماتانو ترمنځ کتنې ګډوډول» و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي ته نږدې یوې سرچینې آمو ته وویل چې له دغې چاودنې څو شېبې وړاندې، د مارکس پوټزل په مشرۍ د یوناما یوه پلاوي په دې وزارت کې له ښاغلي ستانکزي سره کتنه لرله.

د سرچینې په وینا له وزارته د یوناما د پلاوي له وتلو ۱۵ دقیقې وروسته او هغې ۵ دقیقې وروسته چې ښاغلی ستانکزی له وزارته ووت، د بهرنیو چارو وزارت په مخکې چاودنه وشوه.

په اتریش کې د افغانستان سفارت مخکینی سرپرست نعیم پویش وايي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، کابو پنځه زره داعش جنګیالي له بنده خوشي شول او ددې ډلې د بریدونو د دوام احتمال زیات شوی دی.

هغه آمو ته وویل: «طالبان ددې وس نه لري چې له خلکو، عمومي ځایونو او دولتي امکاناتو ساتنه وکړي او پر هر ځای کې چې داعش یې د برید نیت لري د دې ډلې مخنیوی وکړي. په عین حال کې طالبانو په کابل کې ظرفیتونه او امنیتي خنډونه لیرې کوي ترڅو نړۍ ته وښيي چې امنیت خوندي کولای شي.»

په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر برنا کریمي وايي، طالبانو ثابته کړه چې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې یې ټولې ژمنې بېځایه دي. «زه فکر کوم ښايي چې دا موضوع د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه د دې ډلې د حکم په وړاندې د عباس ستانکزي د تېرې ورځې له څرګندونو سره تړاو ولري او د طالبانو ډله یا ګروپ د ښاغلي ستانکزي د خبرو په غبرګون کې د داعش ډلې په نوم دا ډول برید ترسره کړی وي.»

خو د طالبانو له بهرنیو چارو وزارته یوې سرچینې آمو ته وویل چې طالب چارواکي له یوې ځانګړې دروازې دغه وزارت ته ننوځي او لیرې ښکاري چې ښاغلی ستانکزی دې د دې برید هدف وي.

د هغه په وینا عادي کارکوونکي او مراجعین له عمومې دروازې تګ راتګ کوي چې چاودنه پکې شوې ده.

داعش ډلې په تېرو ۵۰ ورځو کې د شپږو بریدونو په ترسره کولو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ځواک د ښودلو په لټه کې ده.

په دې لړ کې، دغې دلې دوه بریدونه د بهرنیو چارو وزارت او پوځي هوايي ډګر په ګډون په طالبانو پورې اړوند، دوه بریدونه په کابل کې د پاکستان پر سفارت او چینايي وګړو، یو برید هم د ګلبدین حکمتیار ددفتر پر جومات پلان کړی دی.

په مزارشریف کې د داعش برید

د روان کال د مرغومي په ۲۲مه له غرمې وروسته، په مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین بلخي د هوايي ډګر پر کارکوونکو برید وشو.

په پایله کې یې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپيان شول. ددې برید مسوولیت داعش پرغاړه واخیست.

د کابل پر پوځي هوايي ډګر برید

د یکشنبې په ورځ د روان میلادي کال په لومړی ورځ چې د مرغومي له لسمې سره برابره ده، د کابل د هوايي ډګر د پوځي برخې پر لومړي نظام قراول برید وشو. د مالوماتو له مخې ددې برید په پایله کې ۱۴ تنه مړه او اتلس نور ټپیان شول. طالبانو ددې برید تلفات کړل، خو د پېښې د وژل شویو کسانو شمېر یې ور نه کړ. ددغه برید مسوولیت هم داعش ډلې منلی و.

د چینايي وګړو پر مېلمستون برید

د روان کال د لیندۍ په ۲۱مه نېټه د کابل په شهرنو سیمه کې پر لوګن مېلمستون چې چینايي وګړي پکې اوسېدل، برید وشو. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړه چې ددې هېواد ۵ وګړي ټپيان شوي دي. له هغې وروسته چین له خپلو وګړو او ټولو هغو بنسټونو چې په افغانستان کې فعالیت لري وغوښتل چې ژرترژره له افغانستانه ووځي.

برید له هغې یوه ورځ وروسته ترسره شو چې د چین سفارت له طالبانو غوښتي و د دوي د سفارت د امنیت ټینګښت ته لازیات پام وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت پر شارژدافیر برید

د روان هجري لمریز کال د لیندۍ په ۱۱مه کله چې د پاکستان سفارت شارژدافیر او سرپرست عبیدالرحمان نظاماني ددې سفارت په انګړ کې ګرځېده، پرې ډزې وشوې. دوو بریدګرو په کابل کې د پاکستان د سفارت په وړاندې ودانۍ څخه پر ښاغلي نظاماني ډزې وکړې.

نظاماني په دې برید کې لږ ټپي شو. هغه پر نوموړي له بریده کابو څلور ورځې وروسته له کابله ووت او تراوسه افغانستان ته نه دی ستون شوی.

پر ګلبدین حکمتیار برید

د جمعې په ورځ د روان هجري لمریز کال د لیندۍ په ۱۱مه د ګلبدین حکمتیار د دفتر د ایمان جومات په وړاندې برید وشو.

د رپوټونو له مخې دوو بریګرو د حزب اسلامي د مشر د دفتر ترڅنګ له چاودېدونکو توکو ډک موټر له چاودولو وروسته هڅه وکړه چې د ښاغلي حکمتیار دفتر ته ننوځي. ګلبدین حکمتیار له برید وروسته وویل، ځانمرګو بریدکوونکو پر خلکو ډزې وکړې چې په پایله کې یې د هغه یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي حکمتیار په وینا دوه بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شول او نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی.

ګلبدین حکمتیار چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم په کابل کې دی، هره اونۍ د جمعې په لمانځه کې وینا کوي.

هغه د روان کال د لیندۍ د ۲۵ د جمعې لمانځه په خطبه کې ویلي و چې د حزب اسلامي پر دفتر برید، کابل کې د پاکستان پر سفارت برید او په کابل کې د لوګن پر مېلمستون برید، د مخکیني حکومت په ګډون یو شمېر هېوادونو او ډلو په مشرۍ پلان شوي دي.

داسې ښکاري چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د جګړې په جغرافیه کې بدلونونه د رامنځته کېدو په حال کې دي.

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل آمو ته ویلي و چې شمالي وزیرستان په شمالي افغانستان بدل شوی دی.

ښاغلي نبیل ویلي و: «د افغانستان په شمال کې بېلابېلې ډلې ځای‌پرځای شوې دي. هغه ډلې چې له افغانستان بهر اجنډاوې لري او سیمه‌ییزې اجنډاوې لري. له بده‌مرغه افغانستان همدې لور ته روان دی او دا د دې لامل شوی چې د سیمې هېوادونو اندېښنې زیاتې شي او د تېر کال په پرتله یې دریځونه توپیر ولري.»

ټول شپږ بریدونه چې داعش یې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی چې د طالبانو اړوند بنسټونه دی او یا له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. دغه هدفونه له ترهګریزو شبکو سره د دې ډلې په مناسباتو کي جدي بدلون څرګندوي.

داعش تر ۱۱ په کمو ورځو کې په کابل او بلخ کې درې بریدونه پلان کړي دي. دغه بریدونه د دې ښکارندویي کوي، چې طالبان به په راتلونکي کال کې له لویو امنیتي ستونزو سره مخ وي.