افغانستان

طالبانو په دایکندي کې اووه نجونې او هلکان په زندان محکوم کړل

په دایکندي کې سرچینې تاییدوي چې د طالبانو محکمې اووه نجونې او هلکان د «د نامشروع اړیکو لپاره د اقدام» په تور له لسو ورځو تر یو کال زندان محکوم کړي دي.

سرچینو آمو ته وايي چې په دایکندي کې د طالبانو لومړنۍ محکمې دا حکم سه شنبې د مرغومي په شلمه نېټه صادر کړی دی.

د سرچینو په وینا، دوې دغه نجونې هره یوه په لسو ورځو، دوې نورې هره یوه په یوه میاشت، یو هلک په یوه میاشت، یو بل په دوو میاشتو او درېیم په یو کال بند محکوم شوی دی.

دا کسان د مرغومي په نهمه د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې له یوه کوره د طالبانو د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا نیول ونیول شول.

په اوسني وخت کې دا کسان د دایکندي په مرکزي محبس کې بندیان دي.

د مرغومي په اوولسمه نېټه په دایکندي کې معتبرو سرچینو د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل چې طالبانو ددې ولایت په مرکز کې څلور نجونې او درې هلکان نیولي دي.

د سرچینو په وینا، دا ځوانان کابو یوه اونۍ مخکې د مرغومي په نهمه د شپې په لسو بجو، د نیلي د «شهرک جدید» اړوند یوه کور څخه د طالبانو د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او امر بالعروف او نهی عن المنکر ادارې د ګډې ډلې له خوا ونیول شول.

سرچینې زیاتوي چې ددغو نجونو او هلکانو تور «نامحرم والی او په یوه خونه کې حضور» بلل شوی دی.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې د ښځو او نجونو پر ګرځېدو محدودیتونه لګولي دي.

د ښوونیزو مرکزونو له تړل کېدو او په ادارو کې د ښځو د کار له مخنیوي وروسته ښځې او نجونې له سختو شرایطو سره مخ شوې او عملاً په کورنۍ زندان کې شپې ورځې تېروي.