افغانستان

د قابله‌ګۍ او روغتیاپالنې بستونو د رقابتي ازموینې ګډونوال په دغه بهیر کې د روڼتیا غوښتنه کوي

د هرات ولایت د مرکز، ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو کموالی د دغه ولایت د اوسېدونکو یوه ننګونه ده.

په همدې حال کې د هرات په حوزوي روغتون کې د قابله‌ګۍ او روغتیاپالنې بستونو ته د لارموندنې لپاره تر ۱۳۰۰ زیاتو ښځو او نارینه‌وو په یوه رقابتي ازموینه کې ګډون وکړ.

په دغه بهیر کې ګډونوال د ازموینې په ټولو پړاوونو او ګومارنو کې د روڼتیا غوښتنه کوي.

د هرات په حوزوي روغتون کې د قابله‌ګۍ ازموینې یوه ګډونواله عارفه شېرزۍ وایي: «ما د دې ازموینې لپاره ښه چمتوالی نیولی دی. د دې ازموینې له جوړوونکو زموږ غوښتنه د روڼتیا په پام کې نیول ده. موږ تمه لرو چې له دې برخې فارغې شوې ښځې، ښه وړتیا لري او باید د کار زمینه ورته برابره شي.»

په دې ازموینه کې ۱۳۲۰ تنو ګډون کړی دی چې ۷۰۰ تنه یې ښځې دي او د هرات په حوزوي روغتون کې د قابله‌ګۍ د څلورو بستونو او د روغتیاپالنې د ۴۰ بستونو د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.

په دې ازموینه کې یوې ګډونوالې سمیرا احراري هم وویل: «که دا بستونه زیات وای، ډېره به ښه وه. هیله‌منده یم چې وړ کسان وګومارل شي. غوښتنه مو له دولت (د طالبانو له ادارې) دا ده، هغه ښځې چې په بېلابېلو برخو کې وړتیا لري، زمینه ورته برابره شي ترڅو وکولای شي خپل استعدادونه وښيي.»

د هرات د حوزوي روغتون رییس ډاکتر عبدالجلیل رسولي وایي، چې د دې ازموینې ټول پړاوونه به په روښانه توګه پرمخ ولاړ شي ترڅو وړ کسان پر دغو بستونو وګومارل شي او هغه ستونزې چې د هرات په حوزوي روغتون کې شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

د شمېرو له مخې اوسمهال د هرات په حوزوي روغتون کې تر زرو زیات کسان پر کار او د روغتیايي خدماتو پروړاندې کولو بوخت دي.