افغانستان

پر غور – کابل لویه لار ۱۵۰ بند پاتې مسافر بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

پر غور – کابل لویه لار یو شمېر بند پاتې مسافرین او موټرچلوونکي وایي چې د سختو بادونو او واورو له امله له یوې اونۍ راهیسې دا لار د مسافرینو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده او د ماشومانو، ښځو او ناروغانو په ګډون تر ۱۵۰ زیات مسافر چې پر دغه لار بند پاتې دي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د غور – کابل لویې لارې یو له مسافرو عبدالجمیل عمري د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې هغوی له دوو ورځو راهیسې د سختو واورو او بادونو له امله نه دي توانېدلي چې له «بکک» کوتل څخه تېر شي او غور ته ولاړ شي.

هغه وایي: «دوې ورځې کېږي چې موږ راغلو او کوتل کې واوره وه. له ۱۰ تر ۱۱ مسافروړونکي موټر په بکک کوتل کې بند پاتې وو. ځکه هېڅوک نه وو چې دغه لار پاکه کړي او موږ ونه‌توانېدو له دغه کوتله تېر شو.»

یو بل بند پاتې مسافر خیرمحمد ابراهیمي آمو ټلویزیون ته وایي چې په بند پاتې مسافرینو کې ناروغان، ماشومان او ښځې هم دی چې له ګڼو ستونزو سره په هوټلونو کې اوسي.

ابراهیمي دوام ورکړ: «تر ۱۵۰ زیات مسافر یو چې نه‌یوتوانېدلي له بکک کوتل څخه تېر شو. موږ ټول په هوټل کې یو. ماشومان او ښځې ناروغې دي او ښه وضعیت نه لري. طالبانو د دې لارې د پرانیستو لپاره هېڅ کار نه دی کړی.»

د دې لارې یو موټر چلوونکی فیروز د بکک کوتل په پاکولو کې د طالب مسوولینو پر بې پامۍ نیوکه کوي او وایي چې دغه لار دغه په کم باد او واورې سره د مسافرینو پرمخ تړل کېږي.

فیروز د آمو خبریال ته وویل: «بکک کوتل په ژمي کې په کمه اندازه واوره هم تړل کېږي. دا ځای ډېر باد لري او موټر بند پاتې کېږي او خرابېږي.»

د غور – کابل لویې لارې موټرچلوونکی او مسافرین د دې لارې بیا پرانیستو ته په تمه دي. هغوی د طالبانو له حکومته غواړي چې له انساني ناورین او د مسافرینو او ناروغانو تر له منځه تلو مخکې یې د بیا پرانیست لپاره جدي اقدام وکړي.

په دې لړ کې غور ولایت کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې له څلورو ورځو راهیسې د دغه ولایت د لوېدیځ د شپږو ولسوالیو د لارو په ګډون د کابل – غور لویه لار د بکک کوتل په سیمه کې تړل شوې ده.

طالب مسوولین د مسافرینو بند پاتې کېدل د تړل شویو لارو د پاکولو لپاره د پیسو او د قرارداد نشتون بولي او وایي، چې هغوی تازه د بکک کوتل د پاکولو قرارداد له یوه شرکت سره تړلی دی چې ډېر ژر به دغه لار پرانیستل او مسافرین به وژغورل شي.

غور کې د طالبانو یوه مسوول آمو ټلویزیون ته وویل: «ټول هغه مسافرین چې په بکک کوتل کې بند پاتې وو، روغ دي او د بامیان یکاولنګ ولسوالۍ ته تللي دي. لار تر اوسه تړلې ده او لامل یې هم د دې لارې د پاکولو لپاره د قرارداد او پیسو نشتون و، چې له نېکه‌مرغه د ټولګټو چارو وزارت یوه اندازه پیسې د بکک کوتل د پاکولو لباره ځانګړې کړې دي چې هیله‌‌من یو ډېر ژر دغه لار له واورو پاکه شي او مسافرین تګ راتګ وکړي.»

طالب مسوولین له ټولو مسافرینو او موټرچلوونکو غواړي چې د هوا تر ګرمېدو او د لار تر بیا پرانیست پورې سفر ونه‌کړي.

بکک کوتل د غور – کابل پر لویه لار د بامیان او غور ولایتونو ترمنځ په پوله کې موقعیت لري. دغه لار د خرابوالي او د حکومتي مسوولینو د نه پاملرنې له امله هر کال تړل کېږي او د مسافرینو او موټرچلوونکو لپاره زیاتې ستونزې جوړوي.