افغانستان

د هوا په سړېدو سره په غزني کې په نشه د روږدو کسانو د مړینې زیاتوالی

په غزني ولایت کې په نشه د روږد د درملنې روغتون مسوولین وایي چې د ورځې لږ تر لږه پنځه روږدي کسان د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د غزني ولایت د روږدو د درملنې روغتون مالي او اداري مسوول ذبیح الله سادات، د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي چې ددې ولایت د روږدو د درملنې روغتون څه موده غیرفعاله وه؛ خو ددې لپاره چې په ژمي کې په نشه د روږد د مړینې د زیاتوالي مخه ونیول شي، د طالبانو د روغتیا وزارت په مرسته، د روږدو د درملنې روغتون بېرته فعال او ددغو کسانو درملنه به پیل کړي.

هغه زیاته کړه: «اوس چې هوا سړه او ژمی دی، ډېری ناروغان بې سرپناه دي. موږ هڅه کوو چې په دې ځای کې داخلي بسترونه بېرته فعال کړو او په ژمي کې ناروغان په روغتون کې بستر کړو ترڅو هغو ناروغانو ته چې سرپناه نه لري، رسېدنه وشي او د دوی د مړینې مخه ونیول شي.»

له بلې خوا، یو شمېر روږدي کسان وايي چې د هوا په سړېدو سره، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ورځې زیات شمېر په نشه روږدي د سړې هوا د نشه يي توکو د نه ورسېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

شمس الله چې له څو کلونو راهیسې نشه یي توکي کاروي وايي: «ستونزې ډېرې دي، له یوې خوا هوا سړه ده او له بله پلوه مواد ډېر ګران دي. مواد له هر لوري بند شوي او ملاصاحبانو (طالبانو) هم بندیزونه لګولي دي. هره شپه دوه درې روږدي کسان د سړې هوا امله مړه کېږي.»

هغه ددې په بیانولو سره چې ډېری ځوانانو د وزګارۍ له امله د نشه یي توکو کارولو ته مخه کړې وویل: «له طالبانو غواړم چې زموږ د درملنې او له درملنې وروسته راته د کار زمینه برابره کړي.»

شمس الله وايي، وېره لري چې یوه ورځ د خپلو نورو ملګرو په شان د ښار تر پلونو لاندې ژوند له لاسه ورنه کړي.

نور محمد بل په نشه یي توکو روږدی دی چې په غزني ښار کې اوسېږي. هغه د خپل ژوند په اړه داسې کیسه کوي: «درپه در یم او شپه او ورځ دلته تېروم، پلاستیکونه راټولوم او سوځوم یې، په خپله موږ ګرم یوو؛ ځکه کله مو چې درملنه وشي، بېرته دوې ورځې وروسته د نشه يي توکو کارولو ته مخه کوو. شرایط داسې شوي چې له نشه یي توکو نه شو بېلېدای. له کورنۍ څخه جلا شوي یوو؛ خو د نشه يي توکو پرېښودل راته ګران شوي دي.»

نوموړی وزګاري د نشه یي توکو کارولو ته د ځوانانو د مخه کولو یو اصلي لامل بولي او وايي چې ډېری ځوانان د بې وزلۍ او کورنیو ستونزو له امله نشه يي توکو ته مخه کوي.