افغانستان

د طالبانو محکمه د ۱۰رسنیو د «جوازونو د لغوه کېدو» په اړه پرېکړه کوي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر خپرونو د څارنې رییس عبدالحق حماد آمو ته وویل چې د دې ډلې محکمه به د پنجشنبې پر ورځ د هغو رسنیو د «جواز د لغوه کېدو» په اړه، چې خاوندان یې له افغانستانه بهر دي پرېکړه وکړي.

د طالبانو دغه چارواکی وایي چې دا لس رسنۍ «د طالبانو پرضد تبليغ» کوي.

نوموړي د آمو خبریال ته وویل: «موږ د دغو رسنیو له خاوندانو سره هغه مهال چې افغانستان کې وو، څو ځله اړیکه ونیوله. خو هغوی بیا هم خپلو کارونو ته دوام ورکړ. هغوی مو درې ځله پر رسنیزو سرغړونو د څارنې کمېسیون ته راوبلل، خو هغوی حاضر نه شول چې دغه کمېسیون ته راشي. دا کمېسیون یو بې پرې کمېسیون دی، دا رسنۍ یې محکمې ته معرفي کړې.»

اوس ویل کېږي چې د طالبانو دغه وزارت د جوازونو د لغوه کېدو لپاره ۱۰ رسنۍ د دې ډلې محکمې ته وړاندې کړې دي.

له طالبانو تمه لرل بېځایه دي

هشت صبح ورځپاڼه یوه له دغو لسو رسنیو څخه ده. د هشت صبح ورځپاڼې د امتیاز خاوند سنجر سهیل په دې اړه وایي چې طالبانو له واکمنېدو وروسته څو ځله هڅه کړې چې د دې رسنۍ له مسوولینو سره اړیکه ونیسي. خو له دې امله چې هشت صبح ورځپاڼه طالبان «جنایتکاره او جنګي ډله بولي» د دغې ډلې اړیکو ته یې ځواب نه دی ورکړی.

هغه آمو ته وویل: «طالبان یوه ترهګریزه او جنایتکاره ډله ده او افغانستان کې یې واک په زور اخیستی دی. د دې تمه چې طالبان د زده‌کړو، علم او بشري ظرفیت او د ازادو او خپلواکو رسنیو پروړاندې له انساني او مډرنو کړنلارو کار واخلي، یوه بېځایه تمه ده. البته موږ تمه لرله هماغه ډول چې زموږ رسمي وېب‌پاڼه یې له مخکیني خبرداري پرته وتړله پر نورو اقدامونو هم لاس پورې کړي.»

ټاکل شوې چې د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي پر پنځلسمه نېټه د طالبانو محکمه د دغو رسنیو د جوازونو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې دغه رسنۍ به د «حقوقي ستونزو» له دې جملې د مالیې نه ورکولو له امله محکمې ته معرفي شي.

مجاهد زیاته کړه: «دا رسنۍ په افغانستان کې ثبت شوې دي. د قانون له مخې باید مالیه ورکړي. د دغو رسنیو برخلیک باید روښانه شي او دا یوه حقوقي موضوع ده. موږ د دې ننګونې د هواري لپاره محکمې ته مراجعه وکړه. دا موضوع له نشراتي موضوع سره اړیکه نه لري.»

د هشت‌صبح او اطلاعات روز ورځپاڼې مسوولین وایي چې طالبانو هغوی ته د یوه لیک په لېږلو خبر ورکړی چې د طالبانو محکمه به د پنجشنبې پر ورځ د هغوی د رسنیو د جواز په اړه پرېکړه وکړي.

د طالبانو په لیک کې چې د هشت صبح ورځپاڼې د امتیاز خاوند سنجر سهیل ته لېږل شوی راغلي، چې محکمې ته د دغې ورځپاڼې د معرفي کېدو لامل د رسنیو د تاسیس له قوانینو سرغړونه ده.

ښاغلي سهیل زیاته کړې: «موږ ته یې لیک رالېږلی چې باید د هغوی په محکمه کې حاضر شو، نه دوی په رسمیت پېژنو او نه یې لیکونو ته ارزښت ورکوو او دغه خبرداری هم ورکوو چې که د طالبانو د محکمې له پرېکړې وروسته افغانستان کې زموږ همکارانو ته هر څه پېښ شي مسوولیت یې مستقیم د طالبانو پر غاړه دی او په هغو جنایتونو کې به حساب شي چې دغې وحشي ډلې په تېرو کلونو او اوس وخت کې ترسره کړي دي.»

طالبان وایي چې د دغو لسو رسنیو نومونه به د دوی د جوازونو په اړه د محکمې له پرېکړې وروسته خپاره کړي.

طالبانو د تېرې اونۍ په وروستیو کې رسنیو ته خبرداری ورکړی چې لا زیاتو محدودیتونو ته دې چمتو اوسي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته رسنۍ له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ مرکز یا نی د اطلاعاتو له مخې په تېرو شپاړسو میاشتو کې تر ۴۸ سلنه زیاتې رسنۍ تړل شوې دي.