افغانستان

کندز کې د یوه ځايي خبریال کور ته د ناپېژانده وسله والو د ورتلو جزییات

د کندز د ملي ټلویزیون مخکینی خبریال احسان الله شریفي وایي چې ناپېژانده وسله والو پنجشنبې د مرغومي په اتمه، کله چې نوموړي خپل دوه ماشومان ښوونیز مرکز ته بېول، د هغه کور ته ورغلل او مېرمن او دوه کوچني ماشومان یې په لرګي سره وهلي ټکولي دي.

هغه د پېښې په اړه داسې کیسه کوي: «د سهار په اتو بجو مې خپل دوه لس او اوه کلن زامن ښوونیز مرکز ته بوتلل او له هغې وروسته ښار ته ولاړم، کابو نیم ساعت یا څلوېښت دقیقې وروسته، زنګ راته راغی چې ژر راشه کور ته چې وسله وال کسان دې کور ته ننوتلي او ښځه او ماشومان یې دې وهلي دي. کله چې کور ته ورسېدم، ښځه او ماشومان مې په وینو کې ډوب وو.»

شریفي زیاته کړه: «کله مې چې واورېدل سخت خواشینی شوم او ژر مې کور ته ځان ورساوه ګورم چې ډېر خلک راټول شوي؛ د کور انګړ ته ننوتم، ومې لیدل چې مېرمن او ماشومان مې په وینو کې ډوب وو، دا وضعیت زما لپاره ډېر سخت و، د سیمې له خلکو مې وپوښتل چې دا کسان څوک وو؛ خو دوی هم نه پوهېدل او یوازې یې وویل: څلور تنه وو چې دوه یې کور ته  ننوتل او دوه نور له دروازې بهر د کور شاوخوا ته ولاړ وو.»

نوموړي څرګنده کړه: «څلور تنه راغلي وو او دوه یې چې کله کور ته ننوتلي وو مېرمن مې فکر کړی و چې زه یم او په همدې شېبه کې یې زما مېرمن په لرګي وهلې، تشناب ته یې بیولې او لاسونه او پښې ورته تړلي. زما د مېرمنې او ماشومانو وضعیت خراب دی.ِ»

ماشومان مې له رواني پلوه زیانمن شوي دي

هغه د خپلو ماشومانو وضعیت ته په اشارې سره وایي: «دوه ماشومان مې چې یو هلک او بله نجلی ده، له رواني پلوه زیانمن شوي چې اوس د رواني ډاکتر تر درملنې لاندې دي، مېرمن مې له روغتونه رخصت شوې ځکه دلته شورماشور زیات و او راته وې ویل چې آرام ځای ته یې بوځم ځکه اعصابو یې ډېر زیان لیدلی. اوس مې کور ته راوستې او تراوسه یې وضعیت نه دی ښه شوی.»

شریفي په دې اړه چې چا دا کار کړی وایي: «زه د خپلو ټپیانو په درملنه بوخت وم دا وخت مې پیدا نه کړ چې امنیتي ارګانونونو ته خبر ورکړم؛ خو ورور مې هغوی خبر کړل او راغلل، څېړنه یې وکړه او هېڅ پایلې ونه رسېدل. له زه هېچا سره شخصي دښمني نه لرم. کابو دوولس کاله مې له رسنیو سره کار کړی او اوس له دندې ګوښه شوی یم، نه پوهېږم دا کسان په کوم هدف زما کور ته راغلي او دا جنایت یې کړی دی.»

د احسان الله شریفي ورور عبدالوهاب چې د احسان کور ته نږدې د موټر مینځلو مرکز لري او دا پېښه یې لیدلې وايي: «زه د نورو ورځو په شان د سهار په اتو بجو د سنباري لپاره تللی وم، ورور مې هم خپل دوه ماشومان کورس ته بیولي وو، کله چې راغلم، اته نیمې بجې وې چې بریدګر مې ولیدل چې زما د ورور له کوره ووتل. په بیړه راغلم کتل مې چې وسله وال دي، ووېرېدم او ورنږدې نه شوم او دوی په موټرسایکلونو سپاره شول او ولاړل.»

هغه زیاته کړه: «کله چې کور ته ننوتم، وریندار مې په وینو ککړه وه او د دوو ماشومانو لاسونه او پښې هم تړلي وو. ژر مې ورور ته زنګ وواهه او بیا ولاړم حوزې ته چې خبر یې کړم.»

دا لومړی ځل نه دی چې یو خبریال او کورنۍ یې په کندوز کې له دې ډول پېښې سره مخ کېږي. په تېرو شپاړسو میاشتو کې، په دې ولایت کې څو ځایي خبریالان د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول، ګواښل او شکنجه شوي وو.