افغانستان

په ژمي کې د غور د بېځایه شویو کورنیو ستونزې

په غور ولایت کې یو شمېر بېځایه شوې او اړمنې کورنۍ، په روان ژمي کې د انساني ناورین د رامنځته کېدو د احتمال خبر ورکوي. دا کورنۍ وايي چې د مرستندویه بنسټونو د مرستو له کمښت سره په یو وخت، له سخت وضعیت سره مخ شوي دي.

یو څلوېښت کلن حبیب الله، د دولینې ولسوالۍ یو بېځایه شوی دی چې یوه میاشت مخکې د بې وزلۍ او لوږې له امله ددې ولسوالۍ له غارک کلي څخه فیروزکوه ښار ته تللی ترڅو وکولای شي خپل ماشومان له مرګ څخه وژغوري.

حبیب الله وايي چې تراوسه یې د طالبانو او مرستندویه بنسټونو له خوا هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې او په سخت وضعیت کې ژوند کوي.

هغه د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې زیاتوي: «کابو یوه میاشت کېږي چې د لوږې له امله، له ولسوالۍ څخه د فیروز کوه ښار ګلدرې کلي ته راغلم، خپلوانو مې هر یوه لږ مرسته راسره وکړه، موږ هېڅ نه لرو، پیسې نه لرو چې یو من اوړه واخلو یا یوه کیلو شیریني واخلو، که مرسته راسره ونه شي، ماشومان مې له سړې هوا او لوږې مري.»

یوازې حبیب الله نه دی چې د لوږې او بې وزلۍ له ستونزې سره مخ دی.

د فیروز کوه ښار د میدانک سیمې یو بل بېځایه شوی ۳۱ کلن ګل احمد وايي چې په سختۍ د کورنۍ اړتیاوې پورنه کوي.

ګل احمد د آمو له خبریال سره په خبرو کې زیاتوي: «یو کال کېږي چې دلته راغلي یوو، هېچا مرسته نه ده راسره کړې، څوک مو په فکر کې نه دي، د ورځې د سلو تر ۱۵۰ افغانیو په بدل کې څاه کیندم او په دغو پیسو د کورنۍ اړتیاوې نه شم پوره کولای. موږ د خوړو او د کور د تودولو لپاره توکي نه لرو، ماشومان مې له یخنۍ ناروغان شوي، که موسسې او دولت مرسته راسره ونه کړي، ماشومان به مې له لوږې مړه شي.»

له بلې خوا، د فیروز کوه ښار د ګلدرې د شورا رییسه تسلا جلايي وايي چې په دې ځای کې لسګونه معلول او نابینا کسان دي چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

نوموړی له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وايي: «تراوسه هر ډول چې و، د ملګروملتونو سازمان د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې له دغو خلکو سره کېدې؛ خو اوس چې ټولې مرستې بندې شوې، واقعاٌ خلک له ستونزو سره مخ دي، موږ نابینا، معلول وګړي او کونډې مېرمنې لرو چې د خوړو لپاره ډوډۍ او د تودولو لپاره سون توکي نه لري.»

هغه خبرداری ورکوي، په هغه صورت کې چې مرستندویه بنسټونه او د طالبانو اداره د خلکو وضعیت ته پام ونه کړيو په دې کلي کې به انساني ناورین رامنځته شي.

په غور ولایت کې د طالبانو مسوولین د بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې په موخه د ترسره شویو اقداماتو په اړه د آمو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «زموږ ټیمونه تل په هغه سیمه کې سروې لري او همداراز د غور ددغو سیمو د اوسېدونکو لپاره ملاتړي پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.»

هغه زیاته کړه: «له بېځایه شویو سره مرستې شوې دي، سږ کال ژمی ډېر سخت دی او د غور ټولې سیمې په تېره بیا فیروز کوه یې اغېزمن کړی. بېځایه شوي یو لړ ستونزې لري او موږ ددې ستونزې د اواري لپاره هڅې کوو.»

د ګلدرې کلي اوسېدونکي په داسې حال کې د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه شکایت کوي چې له دې مخکې طالبانو د دې ولایت د دولینې ولسوالۍ په څو کلیو کې، د ورلډوېژن موسسې له خوا وېشل شوي توکي له خلکو بېرته اخیستي دي.