افغانستان

هند کې د دفاع وزارت لسګونه مخکیني افسران بې‌برخلیکه پاتې دي

د دفاع وزارت مخکیني افسران چې د جمهوریت په دوره کې د پوځي روزنو لپاره هند ته لېږل شوي وو اوسمهال په دغه هېواد کې له بې‌برخلیکۍ سره مخ دي.

د مخکیني حکومت د پوځ دغه افسران چې شمېر یې ۱۸۵ تنو ته رسېږي، په بېلابېلو پوځي برخو کې یې زده‌کړې کړې دي، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هند کې له ناوړه اقتصادي او رواني وضعیت سره مخ دي.

د دغو افسرانو په منځ کې یو شمېر پوځیان چې د افغانستان په نښتو کې ټپیان او د درملنې لپاره هند ته لېږل شوي وو، هم شامل دي.

دغه افسران چې اوسمهال په نوي ډیلي کې دي وایي، هغوی د ظرفیت د لوړولو لپاره روزل شوي او خلکو ته د خدمت لپاره چمتو وو، خو د طالبانو له راتلو سره یې ټولې خوارۍ بې پایلې شوې او پر خلکو د طالبانو د ظلمونو د خبرونو له اورېدو ناهیلي کېږي.

په هند کې یو مېشت افسر چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي د آمو ټلویزیون خبریال ته یې وویل: «هیله مې لرله چې د دورې له پایته رسېدو وروسته افغانستان ته ستون شم او د خپل هېواد خلکو ته خدمت وکړم. هیله مې وه د افغانستان تر درې رنګه بیرغ لاندې خپلو خلکو ته خدمت وکړم. خو د طالبانو له راتګ سره هر څه بدل شول.»

هغه چې نږدې دوه کاله کېږي په هند کې دی، ټینګار کوي: «موږ اوس په هند کې روزل شوي یو، خو وضعیت مو ناڅرګند دی او بې‌برخلیکه یو.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې له خوا د لسګونه مخکینیو پوځیانو د نیونې، شکنجې او وژلو راپورونه خپاره شوي دي.

یو شمېر دغه افسران وایي؛ سره له دې چې طالبانو له واکمنۍ وروسته عمومي بښنه اعلان کړه، خو د پوځ، پولیسو او د ملي امنیت لسګونه مخکیني کارکوونکي یې نیولي، شکنجه کړي او ان وژلي یې دي.

یوه بل افسر چې په نوي ډیلي کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی وویل: «که طالبان د ښځو پروړاندې له تاوتریخوالي او ظلم څخه لاس واخلي، زه چمتو یم چې د هغوی تر بیرغ لاندې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړم.»

له دې مخکې هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي د سږکال په غبرګولي میاشت کې د ۴۳ تنو افسرانو د فراغت جشن ولمانځه چې د پوځي روزنو لپاره هند ته تللي وو او هغوی ته یې ستاینلیکونه ورکړل.

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ، ۲۵ تنه هغه افسران چې د پوځي روزنو لپاره هند ته تللي وو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د جمهوري حکومت د دفاع وزارت مخکیني چارواکي وایي چې دغه وزارت هر کال له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پوځیان د لنډمهاله او اوږدمهاله پوځي زده‌کړو لپاره هند، چین، ترکیې، روسیې او اماراتو ته لېږل.