افغانستان

کابل کې د طالبانو د پوځي هوايي ډګر لومړنۍ پوستې ته څېرمه چاودنه

نن سهار کابل کې د طالبانو د پوځي هوایي ډګر لومړۍ پوستې ته مخامخ یوه لویه چاودنه وشوه.

د پېښې له ځایه عیني شاهدان وایي چې د دغې چاودنې په پایله کې تر ۲۰ تنو زیات مړه او ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغې پېښې د مرګژوبلې کره شمېرې روښانه نه دي.

ویل کېږي چې دغه چاودنه د اریا ښارګوټي د درېیم فاز دروازې ته مخامخ شوې او موټرو او پیاده کسانو ته دغه ځای ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

شاهدان وايي چې دغه چاودنه د ځانمرګو عملیاتو له امله وه.

په همدې حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تایید کړې، چې نن سهار د پوځي هوایي ډګر په لومړني قراول کې چاودنه شوې ده.

نوموړي د دغې پېښې له امله تلفات تایید کړې، خو په دې تړاو یې پوره معلومات نه دي وړاندې کړي.

الجزیرې خبري شبکې اعلان کړی، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پوځي هوایي ډګر په دروازه کې د چاودنې له امله لس تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

دا راپور به بشپړ شي