افغانستان

کاظمي قمي: افغانستان کې د امریکا د حضور موخه د ګاونډیو هېوادونو محدودول او کنټرول و

افغانستان کې د ایران د سفارت نوی سرپرست وایي چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان برید وکړ، خو موخه یې د ګاونډیو هېوادونو کنټرول او محدودول و.

افغانستان کې د ایران د سفارت نوي سرپرست حسن کاظمي قمي د طالبانو په اړه له العالم شبکې سره په مرکه کې پر امریکا په نیوکې سره وایي، چې واشنګټن د افغانستان د ګاونډیو د کنټرول او د هغوی د محدودولو په موخه پر دغه هېواد برید وکړ.

هغه په دوام کې وویل: «د هغوی [امریکا] لومړنۍ پلمه د القاعدې ترهګري وه. القاعدې چې د سپټمبر پر ۱۱ پېښه رامنځته کړه هغه مهال په عراق کې وو. خو رښتیا دا دي چې افغانستان له امریکا سره په سیالۍ کې د درېیو تمدني حوزو د تلافي کولو مرکز دی؛ اسلامي ایران، روسیي ارتدوکس او د چین کنفسیوسي تمدن.»

افغانستان کې د ایران سفارت نوی سرپرست په دې باور دی چې امریکا افغانستان کې د خپلو موخو د پوره کولو لپاره په دغه هېواد کې خپل نیابتي ځواکونه ځای‌پرځای کړي دي.

کاظمي قمي ټینګار کړی: «امریکایانو وروسته له هغې چې له افغانستانه یې خپل پوځیان وایستل، خپل نیابتي ځواکونه یې پر ځای وټاکل. د دې ترڅنګ چې خپل اطلاعاتي او جاسوسي ځواکونه یې په یو ډول ساتلي دي. یعني په ټوله کې کله چې پام وکړئ له یوې خوا د افغانستان د مخکیني حکومت پوځ له منځه ولاړ، ځکه داسې ځواک چې وغواړي له امنیت سره مرسته وکړي نه و. له بل لوري د امریکایانو له وتلو سره خلک له دې شرایطو سره مخ شول او یوازیني ځواکونه چې پاتې وو، طالبان وو.»

حسن کاظمي قمي په دغه مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره اقتصادي ناورین او د ناامنۍ ښکارنده رامنځته شوې ده.

کابل کې د ایران سفارت سرپرست څرګنده کړې: «د داعش ښکارنده مهمه موضوع وه چې امریکا ترې د افغانستان پروړاندې د امنیتي ناورین په توګه ګټه واخیسته. بل ناورین چې موجود و، اقتصادي و، چې په ۲۰ کلونو کې نه یوازې امریکایانو کوم اقدام ونه کړ؛ بلکې د افغانستان بېخ بنسټونه یې هم له منځه یوړل له همدې امله وروسته له هغې چې طالبان راغلي د ناامنۍ موضوع، اقتصادي ناورین او د داعش له مسایلو سره مخ شوي دي.»

افغانستان د امریکا په ۲۰ کلن حضور کې ځینې پرمختګونه لرلي

په همدې حال کې د هېواد پخوانی ډیپلومات نورالله راغي په دې باور دی چې امریکایان له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه‌یي توکو له قاچاق څخه د مخنیوي او له افراطپالنې سره د مبارزې په موخه افغانستان ته راغلل او افغانستان د امریکا په ۲۰ کاله حضور کې پرمختګ وکړ.

راغي ټینګار وکړ: «امریکا د دغه هېواد د بنسټونو لکه پنتاګون او د نړیوال سوداګریز مرکز له په نښه کېدو وروسته افغانستان ته راغله او دغه حضور له لوېدیځ او امریکا سره د افغانستان د ګاونډیو د ګټو ترټولو ستره زمینه برابره کړه. له ترهګرۍ سره مبارزه، د نشه‌یي توکو قاچاق، افراطپالنه او د کډوالۍ د ناورین خطر ټول د امریکا په موخو کې راغلل او له لوېدیځ او امریکا سره د ګاونډیو هېوادنو د ګټو لویه زمینه یې برابره کړه. په تېرو ۲۰ کلونو کې پر ایران یو ډز ونه شو او له افغانستان سره د ایران اقتصادي راکړې ورکړې هره ورځ د زیاتېدو په حال کې وې. دا ټولې هغه زمینې وې چې ایران کولای شوای ګټه ترې واخلي او له لوېدیځ سره خپلې اړیکې عادي کړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید مهدي افضلي په دې اړه وايي: «په تېرو ۲۰ کلونو کې ایران د افغانستان له وضعیت څخه ترټولو زیاته ګټه اخیستې ده. له افغانستانه د امریکا وتل په منځمهاله ډول کولای شي یو جدي ګواښ رامنځته کړي او د ایران ګټو ته زیان ورسوي او په اوږدمهال کې د دغه هېواد لپاره جدي ناورینونه جوړ کړي.»

قمي د خپلو خبرو په دوام ټینګار وکړ چې په افغانستان کې تلپاتې ثابت او امنیت د ټولګډونه حکومت له لارې راتلای شي.

کاظمي قُمي دې ته په اشارې سره چې طالبان پر دې باور دي چې د حکومت چورلیز باید له دوی سره وي، هغه هم د حنفي فقې د شریعت له ایډیولوژۍ سره او پر دې مسلې ټینګار لري زیاته کړه: «په داسې حال کې چې نن افغانستان له ټولنیز او کلتوري پلوه بېلابېل قومونه او مذاهب له ځان سره لري، یو شمېر طالب مشران چې په تېرو شپاړسو میاشتو کې په حکومت کې وو، دې پایلې ته رسېدلي که وغواړي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي، یوه ولسي او ټولګډونه حکومت ته اړتیا ده.»

د امریکا او ناټو ځواکونه څه د پاسه دوې لسیزې په افغانستان کې فعالیت درلود او په دې موده کې افغانستان د حکومتولۍ، بشري حقونو، ډیموکراسۍ او بیان د آزادۍ په برخو کې یو لړ پرمختګونه وکړل. خو له شلو کلونو وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې ټول امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبان د دوهم ځل لپاره په هېواد کې واکمن شول.