افغانستان

افغانستان د ۶،۶ میلیونه له لوږې سره مخ وګړو په لرلو، د بې وزله هېوادونو په سر کې

له ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړی، د هغو وګړو شمېر چې په نړۍ کې له سختې لوږې سره مخ دي په زیاتېدو دی او په تېرو درېیو کلونو کې په اتو هېوادونو کې دا شمېر، ۵۷ سلنه زیات شوي دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې وویل، افغانستان له سختې لوږې سره مخ ۶،۶ میلیونه تنو په لرلو، په دغو هېوادونو کې تر ټولو لوړ شمېر لري.

ددې سازمان په وینا، په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان له سختې لوږې سره مخ کسان کابو ۲،۵ میلیون تنه وو خو سږ کال دا شمېر ۶،۶ میلیون تنو ته رسېدلی دی.

همداراز، له ماشومانو د ملاتړ صندوق زیاتوي، د هغو وګړو شمېر چې د نړۍ په اتو هېوادونو کې له سختې لوږې سره مخ دي، په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵،۳ میلیون تنو ته زیات شوی دی.

دغو هېوادونو په ۲۰۱۹ کال کې ۱۶،۱ میلیون له سختې لوږې سره مخ وګړي لرل.

هغه هېوادونه چې له ماشومانو د ملاتړ سازمان یې د سختې لوړې کچه ارزولې، افغانستان، د سویلي افریقا جمهوریت، د نانګو ډیموکراتیک جمهوریت، هاییتي، سومالیا، سویلي سوډان، سوډان او یمن په شامل دي.

په دغو هېوادونو کې د لوږې او خوارځواکۍ د بیړنۍ او غمیزه راوړونکي کچې وګړي ژوند کوي.

ددغه سازمان په وینا، په افغانستان کې ځوارځواکي اوږده ستونزه ده، خو سږ کال رارسېدلي رپوټونه ښيي چې کورنیو له هغې سره د مقابلې په ناهیلې کوونکو طریقو سره آن د خپلو بچیانو پلورلو ته مخه کړې ده.

له افغانستانه وروسته، یمن د ۶۶ سلنه لوږې سره مخ وګړو په لرلو له سختې بې وزلۍ سره مخ هېواد دی.