افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز: په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو له ازادۍ سرغړونه د تېر کال په پرتله دوه نیم برابره شوې

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کلني راپور په خپرولو په ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه وایي، چې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی د تېر زېږدیز کال په پرتله «دوه نیم برابره» شوی دی.

دغه سازمان وايي په ۲۰۲۲ کال کې په دغه بنسټ کې له خبریالانو او رسنیزو حقونو د سرغړونې ۲۶۰ پېښې ثبت شوې دي.

هغه شمېرې چې د تېر کال په پرتله ۱۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې د خبریالانو له حقونو ترټولو زیاته سرغړونه له دې جملې د خبریالانو وهل ټکول، شکنجه او هغوی ته سپکاوی د طالب پوځیانو له خوا و.

د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۰ پېښو له منځه ۱۱۹ یې د بدني او رواني تاوتریخوالي او سپکاوي سره سره د هغوی د نیونو پېښې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې په تېر یوه کال کې په کابل کې ۵۸ خبریالان، کندهار کې ۱۱ خبریالان، ننګرهار کې ۱۱ خبریالان، غزني کې ۷ خبریالان، فاریاب کې ۶ خبریالان، هرات، سمنګان او بامیان کې ۹ خبریالان، پروان، ارزګان، لوګر او غور کې ۸ خبریالان او همداراز په کاپيسا، بلخ، تخار، ننګرهار، او خوست، هلمند، زابل، فراه، بادغیس، کې ۹ خبریالان نیول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې د نیول شویو خبریالانو له منځه لږترلږه ۳ خبریالان او رسنیز کارکوونکي له دې جملې د هرات د نوروز راډیو مخکینی پروګرام چلوونکی خالد قادري د مارچ له ۱۷، ازاد خبریال فیض‌الله فیض‌بخش د اګسټ له ۱۷ له هرات، او د زرغون ټلویزیون خبریال قدرت‌الله ترار په خوست ولایت کې د روان زېږدیز کال د نومبر له ۱۱ راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

دغه مرکز وایي چې خالد قادري په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په اړه د خپل انتقادي لیدلوري د خپرولو له امله هرات کې د طالبانو د محکمې له خوا په یوه کال زندان محکوم شوی دی. فیض‌الله فیض کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د «وژل کېدو» له ځایه د انځور اخیستو پرمهال او قدرت‌الله ترار د خبریالۍ او د انتقادي پوستونو له امله نیول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې د طالبانو امنیتي دستګاه په ځانګړې توګه د دغې ډلې د استخباراتو اداره او همداراز د طالبانو امربالمعروف وزارت په مستقیم او غیرمستقیم ډول «د خبریالانو په وېرولو، ګواښلو او نیونو» سره د خبریالانو او د رسنیو د ځپلو بهیر پرمخ وړي.

کابل کې یوه خبریال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي آمو ته وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره طالبان د نویو محدودیتونو په لګولو سره د خبریالانو د کار پروړاندې ستونزې جوړوي.

هغه وویل: «د خبریالۍ په کار کې که خپلواک او بې‌پلوه نه وې د خبریالۍ مسوولیت تر پوښتنې لاندې راځي. له بده‌مرغه په روان وضعیت کې خبریالان په خپل کار کې خپلواکي نه لري او دا ترټولو ناوړه حالت دی، په پراخه توګه سانسور شتون لري، د خبریالانو ملاتړي بنسټونه له کاره لوېدلي او له خبریالانو د ملاتړ لپاره د باور وړ مرجع نشته.»

طالبانو په ترټولو تازه مورد کې د چهارشنبې پر ورځ په یوه ناسته کې خبریالانو ته وویل چې رسنۍ باید ځینو بدلونونو ته چمتوالي ونیسي.