د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طاها، د پنجشنبې په ورځ د اسلامي فقې له نړیوالې اکاډمۍ وغوښتل چې ژرتر ژره د ښځو د زده کړو د مخنیوي په هکله د طالبانو د پرېکړې په وړاندې د اسلامي نړۍ د عالمانو د متحد کولو لپاره هڅې پیل کړي.
د اسلامي همکارۍ سازمان په یوه بیانیه کې لیکلي چې حسین ابراهیم طاها د اسلامي فقې نړیوالې مجمع ته ویلي «د پوهنتونونو په ګډون د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د طالبانو د پرېکړې او د اسلام د واقعي لارښوونو د بیانولو لپاره چې د نجونو د زده کړو غوښتنه کوي او همداراز د هغې د پایلو په وړاندې د اسلامي نړۍ علماوو او دیني مراجعو د متحد کولو لپاره ژرتر ژره نړیوال کمپاین ترسره کړي.»
ددې بیانیې له مخې، د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طاها خپله دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ د اسلامي فقې د نړیوالې اکاډمۍ د ناستې په دوهمه پرانیستونکې ناسته کې مطرح کړې ده.
د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي چې ددغې ناستې کوربتوب یې کاوه وویل «د پوهنتونونو په ګډون له زده کړو د نجونو د مخنیوي او په دې پلمه چې له اسلامي شریعت سره په مخالفت کې دي له خپلو دندو د ښځینه علمي غړو د ګوښه کولو په ګډون د طالبانو دولت پرېکړه د اسلامي شریعت خلاف ده، دا نوې ننګونه ده چې د لږکیو د مسایلو، په لوېدیځو هېوادونو کې له مسلمانانو سره د دښمنۍ د زیاتېدو او د اسلامي فقې د نړیوالې اکاډمۍ له خوا د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ نوې ننګونه ده چې وڅېړل شوه.»
له بلې خوا، د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي د اسلامي همکارۍ سازمان او د اسلامي فقې د مجمع په کړنلاره کې د وروستیو مسایلو پر لومړیتوب ټینګار وکړ. هغه همداراز وویل چې د طالبانو پرېکړه د اسلامي شریعت پر بنسټ نه ده. د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي وویل چې د دیني عالمانو یوه پلاوي په جون میاشت کې افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو له علماوو او د دوی له مشرانو سره یې ډېرې ناستې ترسره کړې.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې له زده کړو د افغان ښځو د بې برخې کولو په اړه د طالبانو پرېکړه، د «واقعي اسلام» په هکله ناسم باورونه زیاتوي.
د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي ویلي «هوکړه وشوه چې اسلام د زده کړو او کار په ګډون ښځو ته ټول حقونه ورکړي او مالومات ورکړل شول چې د طالبانو پرېکړه هغه خپرې شوې تېروتنې زیاتوي چې اسلام ترې مبرا دی.»
طالبانو په تېرو کابو لسو ورځو کې، ښځې په پوهنتونونو او ټولو ښوونیزو مرکزونو کې تر «امر ثاني» پورې له زده کړو منع کړې او په بهرنیو سازمانونو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. د طالبانو دا پرېکړې پر امریکا او اروپايي هېوادونو سربېره د اسلامي هېوادونو له سخت غبرګون سره هم مخ شوې دي، لکه څنګه چې د الازهر لوی شیخ د طالبانو دا پرېکړه له دین څخه «بدعت» بللی او له طالبانو یې غوښتي چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.