افغانستان

وچکالي او د کمال خان بند د کار پای ته د نیمروز د بزګرانو هیله مندي

د نیمروز ولایت کرندګر وايي چې د اوبو د نشتوالي له امله، له دوو کلونو راهیسې په نیمروز کې کروندې له منځه تللې؛ خو په دې ولایت کې د طالبانو د اوبو رسولو ادارې مسوولین وايي چې د کمال خان بند د کانال جوړونې پروژې د کار په بشپړېدو سره به د نیمروز د خلکو د اوبو ستونزه اواره شي.

د کمال خان د اوبو بند، د نیمروز د خلکو لپاره یوه بنسټیزه او حیاتي پروژه ګڼل کېږي چې له کلونو راهیسې یې اوسېدونکي یې د جوړولو هیله لرله. د مخکیني حکومت پرمهال، د دغه بند د جوړولو لپاره ډېري پیسې ولګول شوې چې دوې پروژې یې جوړې شوې؛ خو له بده مرغه د درېیمې پروژې کار یې نه دی بشپړ شوی او بیا هم د نیمروز اوسېدونکي له وچکالۍ او اوبو له نشتوالي کړېږي.

دغه بند د ۵۲ میلیو متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

د زرنج یو بزګر امان الله بلوچ د امو له خبریال سره په خبرو کې وویل چې شل جریبه ځمکه لري او د اوبو د زیاتوالي په صورت کې، د خپلې ځمکې په کرنیزو محصولاتو سره ښه ګټه ترلاسه کوي؛ خو سږ کال یې د اوبو د نشتوالي له امله پر ځمکه څه نه دي کرلي.

بلوچ چې له ۱۵ کلونو راهیسې د بزګرۍ له لارې ورځنۍ اړتیاووې برابرې وايي: «هر کال مې پر خپله ځمکه لس تر ۱۵ جواله غنم کرل او له ۹۰ تر سل جواله غنم مې ترې ترلاسه کول. تېر کال مې په خپله ټوله سرمایه غنم وپېرل او ومې کرل؛ خو د اوبو د نشتوالي له امله یې حاصل نه درلود او ټول وچ شول.»

هغه زیاته کړه: «په نیمروز کې کروندګري د کافي اوبو د نشتوالي له امله له منځه تلو په حال کې ده او کروندګر او مالداران لوی زیان لیدلی، څاروي یې د لوږې له امله له منځه ځي. د اوبو د کمښت ستونزه د نیمروز ټول خلک احساسوي او کرونګرو ته زیات زیان رسېدلی دی.»

بلوچ د دې په بیانولو سره چې په نیمروز کې موسمي بارانونه نشته وویل: «د کمال خان بند اوبه هم زموږ کروندو ته نه دي رسېدلې او خلک د وچکالۍ له امله د تېښتې په حال کې دي.»

دا په داسې حال کې دي چې د کمال خان بند د کانال جوړولو کار، د مخکیني حکومت او طالبانو ادارې له بیا بیا ژمنو سره سره، تراوسه نه دی بشپړ شوی.

د روان کال ۶۰ سلنه کرنیز حاصلات له منځه تللي

د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ یو بزګر سید اسحاق ګرګیچ د امو خبریال ته وویل چې سږ کال کروندګرو په چخانسور کې پر کابو شل زره هکتاره ځمکه خټکي او هندواڼې کرلي چې کابو شپېته سلنه دا حاصلات د اوبو د نشتوالي له امله له منځه تللي او دوی توانېدلي چې یوازې ۴۰ سلنه خټکي او هندواڼې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «چخانسور ولسوالي، د کروندو لپاره پراخې ځمکې لري. د کال په دې موسم کې چې د غنمو او وربشو د کرکېلې وخت دی، کروندګرو هېڅ هم نه دي کرلي؛ ځکه چې د حاصل اخیستو لپاره یې هېڅ هیله مندي نه لري.»

هغه هم د کمال خان د لويې او حیاتي پروژې پر ځنډېدو په نیوکې سره وایي: «د خلکو ټولې هیلې ددې بند په جوړولو پورې تړلې وې چې نه د جمهوریت حکومت بشپړه کړه او نه د (طالبانو) امارت. درېيمه برخه یې د طالبانو له کلکې ژمنې سره سره تراوسه نه ده بشپړه شوې.

د نیمروز دا کروندګر د طالبانو د اوبو رسولو له مسوولینو غواړي ژرترژره د کمال خان بند د کانال جوړولو کار بشپړ او د نیمروز ولایت د خلکو لپاره اوبه برابرې کړې ترڅو کروندې له منځه ولاړې نه شي.

نوموړي جوته کړه: «ما سږ کال پر ۵۰۰ جریبه ځمکه خټکي او هندواڼې کرلې دي. یوازې دېرش سلنه حاصل مې ترې ترلاسه کړ، له همدې امله سږ کال غنم نه کرم، که اوبه وي له یوه جوال غنمو شل جواله حاصل ترلاسه کېږي چې په پلورلو سره یې د سږ کال ټول لګښتونه پوره کېدای شي.»

د کمال خان بند د وضعیت په اړه وروستي خبرونه

له بلې خوا، د نیمروز د کرنې ریاست مسوولین هم د اوبو له نشتوالي، وچکالۍ او کروندګرو له زیانمېدو اندېښمن دي.

د نیمروز د کرنې په ریاست کې د طالبانو د نباتي امراضو آمر غلام فاورق شریفي، په دې اړه وايي چې نیمروز ولایت د وچکالۍ له امله تل ستونزو سره مخ دی؛ خو د کمال خان بند په جوړېدو سره کروندګرو ته هیلې رامنځته شوې او ټولو خلکو کرنیزو چارو ته مخه کړه او پر خپلو ځمکو یې توکي کرلي وو؛ خو د بند اوبه کافي نه وې او په لنډ وخت کې بندې شوې او دې چارې دوی ته ګڼ زیانونه اړولي دي.

نوموړي زیاته کړه: «سږ کال د نیمروز له ۴۰ تر اتیا زره هکتاره ځمکه کې کرنیز توکي کرل شوي چې له بده مرغه له منځه ولاړل. د کنګ اوسېدونکي د نورو برخو په پرتله له وچکالۍ زیات زیانمن شوي؛ ځکه اتیا تر ۹۰ سلنه محصولات یې نه ثمر ته نه دي رسېدلي او له منځه تللي؛ خو په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې چې اوبه موجودې دي، د کرکېلې وضعیت ښه دی.»

له بلې خوا، د هلمند سیند د ټیټې برخې (زرنج) مسوول سید محمد ولي آغا د آمو له خبریال سره په خبرو کې وایي: «د درېیمې برخې د جوړولو کار لس ورځې مخکې د قراردادي شرکت له خوا پيل شوی چې ۵۰ سلنه لګښت دا شرکت او ۵۰ سلنه نور د امارت (طالبانو) له خوا ورکول کېږي، د کمال خان بند په بشپړ جوړېدو سره به د نیمروز د خلکو ستونزې اوارې شي.»

کمال خان بند د ۵۳ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري چې اوسمهال ۵۰ سلنه (۳۰ سانتي متره) اوبه د بند د دیوالونو ترشا موجودې دي چې د شلو ورځو لپاره د نیمروز د خلکو د ابو اړتیا پوره کوي.

ولي آغا دې پوښتنې ته چې آیا د کمال خان بند اوبه د ایران په لور خوشې شوې وې؟ روښانه ځواب نه ورکوي؛ خو وايي: «اوس بند د ایران په لور په بشپړ ډول تړلی دی. آن یو څاڅکی اوبه هم د ایران خوا ته نه ځي؛ ځکه اوبه د نیمروز د خلکو لپاره بسنه نه کوي.»

د طالبانو د اوبو لګولو ادارې رییس که څه هم د کمال خان بند په پروژه کې د شته ستونزو په اړه روښانه ځواب نه ورکوي؛ خو وايي: «د کمال خان بند د پروژې کار اتیا سلنه پرمخ تللی، یوازې د کانال کیندلو شل سلنه کار چې اوبه د کانال له لارې ولسوالیو ته ورسوي، پاتې دی چې ډېر ژر به بشپړ شي.»

د نیمروز ولایت د اوسېدونکو له پراخ شکایت وروسته، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د روان کال د لړم په ۱۴مه د کمال خان بند له پاتې کارونو د لیدنې په موخه هلته تللی و او د نیمروز ولایت له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې د دې بند د جوړولو پاتې کار به په خپله مدیریت کړي ترڅو ژرتر ژره د کرنې لپاره د اوبو د کمښت ستونزه اواره شي.