افغانستان

د طالبانو وروستي فرمان د موسسو ښځينه کارکوونکې او اړمنې کورنۍ اندېښمنې کړې

په هېواد کې د مرستندویه ادارو د فعالیتونو درېدو د دغو بنسټونو ښځينه کار کوونکې او اړمن افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وایي، د وزګارۍ کچې په لوړېدو او د مرستندویه بنسټونو د فعالیت په درېدو سره ډېرې افغان کورنۍ له لوږې او بې وزلۍ سره مخ شوې دي.

ګل ولي، چې په تېرو جګړو کې یې دواړه پښې له لاسه ورکړې او د خپلې لس کسیزه کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري وایي، په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې مې د یوې موسسې د خوراکي مرستو یو کارت ترلاسه کړ، خو په خبره يې په همدې ورځ مې مرسته ترلاسه کوله، خو د طالبانو له امله یې لاسنیوی ونه شو.

هغه وایي: «سخت اړمن یم، خدای راته یوه موسسه وسیله وګرځوله، چې تر۱۰ زره افغانۍ به د شپږو میاشتو لپاره مرسته راسره کوي، خو طالبانو رانه دا حق واخیست په ستوني یې راته پښه کېښوده.»

ګل ولي له طالبانو غواړي که همکاري نشي کولی نو مرستندویه موسسې دې هم نه منع کوي، چې د دوی له لاسنیوي لاس واخلي.

د ده ترڅنګ زرګونه افغان کورنۍ ورته حالت لري او اندېښمنې دي که نړیوالې او ملي موسسې له افغانانو لاس واخلي او بشري مرستې پرې ودرېږي ښايي ګڼ شمېر خلک د خپلو اولادونو پلورلو او ځینې نور بیا ځانوژنې ته مخه کړي.

زرببو کونډه او د ۸ کسیزې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري او وايي: «زویه! څه وکړم، زه هم زړه یم او هم کار نشم کولی، خاوند رانه همدې طالبانو واخیست او مړ یې کړ، اوس دوی مرسته نه راسره کوي او زه کار نه شم کولای، او اوس یې دا دي د موسسو مرسته هم راباندې ودروله.»

هغه له طالبانو غواړي چې پر موسسو د فشار پر ځای دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې لسګونه زره افغانان وزګار شوي او د هغو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی چې سختو مرستو ته اړتیا لري.

تازه طالبانو په خپل وروستي فرمان کې د مرستندویه سازمانونو او مؤسسو د ښځينه کارکوونکو د کار مخه هم نیولې، چې له همدې امله ګڼو موسسو خپل کارونه ځنډولي دي.

له دې ډلې د ماشومانو د خوندیتوب Save The Children بنسټ، د ناروې د کډوالو شورا NRC او پاملرنې Care موسسې په یوه ګډه اعلامیه کې خبر ورکړی چې د ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د دوی ترڅنګ لسګونه نورو ملي موسسو هم په مرکز او ولایتونو کې خپل فعالیت درولی دی.

د دغو موسسو ښځينه کار کوونکي وایي، سره له دې چې اوس په کور د ننه کار کوي، خو بې برخلیکه ژوند اندېښمنې کړې دي.

د آمو تلویزیون خبریال د موسسو له ښځینه کار کوونکو سره مرکې درلودې او ټولو ورسره د خپل نا معلوم برخلیک په اړه اندېښنې شرېکې څرګندې کړې دي.

دوی د نومونو د نه خپرولو په شرط وویل، که حالت همداسې دوام وکړي نو دوی به هم دروېزې کولو ته اړ شي، چې مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.

دوی له طالبانو غواړي چې د محدودیتونو پر ځای افغان کورنیو ته په هره برخه کې د کار زمینه برابره کړي ترڅو پر ځان بسیا شي.

ننګرهار کې د یوې خصوصي موسسې ښځينه کارکوونکې وایي: «زه د خپلې كورنۍ سرپرستي پرغاړه لرم، لږ عايد مې چې درلود د كور لګښت مې پرې پوره کاوه له دې وروسته د اړتیاوو د برابرولو په اړه سخته اندېښمنه یم.»

د طالبانو اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ په افغانستان کې پر ښځو او نجونو په نادولتي او بهرنیو مؤسسو کې کار کول منع کړل.

دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې که دغه حکم عملي نشي، د نادولتي مؤسسو جواز به لغوه شي.

دې پرېکړې په کور د ننه او د بهر سخت غبرګونونه راوپارول او له طالبانو یې وغوښتل، چې په خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او خلکو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې له دې مخکې کابو ۱۸۳ ملي او نړیوالو موسسو فعالیت درلود چې د ښځو په ګډون زرګونه افغانان پکې په کار بوخت وو او له لسګونه زره اړمنو کورنیو سره د همدې بنسټونو له خوا مرستې ترسره کېدې.