افغانستان

طالبانو د بلخ اوسېدونکو ته ویلي، چې اعتراض ونه کړي

طالبانو په بلخ کې د نجونو او ښځو پرمخ د ټولو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې تړلې دي.

سرچینې وایي چې طالبان ښوونیزو بنسټونو ته تللي او د دغو مرکزونو مسوولینو ته یې په شفاهي توګه امر کړی چې نجونې له ټولګیو رخصت کړي.

سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو ښوونیزو بنسټونو ته ویلي چې دغه فرمان د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت له خوا صادر شوی دی.

بلخ کې د یوه ښوونیز مرکز ښوونکی محمد رفیع وایي: «طالبانو د نجونو محصلینو لپاره د پوهنتونونو له تړلو وروسته ښوونیز مرکزونه هم د نجونو پرمخ تړلي دي چې دا ډېره خواشینونکې کړنه ده او د نجونو پر رواني وضعیت منفي اغېزې لري.»

په داسې حال کې چې طالبانو د مرغومي میاشتې پر درېیمه نېټه اعلان وکړ چې ښځې افغانستان کې له بهرنیو بنسټونو سره د کار کولو حق نه لري، د ښوونیزو مرکزونو ښوونکي وایي چې د دغو بنسټونو او روزنیزو مرکزونو تړل کېدل به افغانستان کې د ډېرو ستونزو لامل شي.

د ښځو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو تړل کېدل او په بهرنیو بنسټونو کې د هغوی د کار بندیز په مزارشریف ښار کې اعتراضونه راپارولي دي. دغو اعتراضونو طالبان دې ته اړ کړي چې مزارشریف پوځي وضعیت خپل کړي او طالبان له لاریونونو د مخنیوي او د دغه ښار د اوسېدونکو د وېروولو لپاره د ښار په هره برخه کې پوځي موټر او جنګیالي ځای‌پرځای کړي دي.

په همدې حال کې د مزارشریف د جوماتونو امامانو لمونځ کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په اړه باید د طالبانو د پرېکړو پرضد اعتراض ونه‌کړي.

د نجونو پر لوړو زده‌کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه له افغانستانه بهر او دننه له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په وروستیو ورځو کې د بېلابېلو ولایتونو لسګونه تنو محصلینو د طالبانو د دغې پرېکړې پروړاندې اعتراضونه کړي دي.