په زابل کې د طالبانو د روغتيا مسوولين وايي، زيات شمېر ماشومان د کمو خوړو او کورنيو د اقتصادي بې وسۍ له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د زابل د ولايتي روغتون د ماشومانو څانګې ته د ورځې له پنځو تر لسو په خوارځواکۍ اخته ماشومان لېږدول کېږي.
مسوولین زیاتوي، په خوار ځواکو ماشومانو کې د زياتو شمېر حالت د اندېښنې وړ وي چې دوامداره روغتيايي مرستو ته اړتيا لري.
د زابل د ولايتي روغتون د ماشومانو څانګې مسئولين وايي تېر کال ولايتي روغتون ته ۸۵۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومان وروړل شوي وو، خو سږکال دغه شمېر یو زر او ۲۶۰ ته زیات شوی دی.
د زابل ولايتي روغتون د ماشومانو د څانګې ډاکټر محمد رسول باوري وايي، هغه خوارځواکي ماشومان چې ولايتي روغتون ته لېږدول شوي د ولايتي روغتون له لوري منظم خواړه ورکول کېږي.
باوري زياتوي: «واقعأ هم د تېرکال په پرتله زابل کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناروغي زياته شوې او په روان کال کې تر دا مهاله یو زر او ۲۶۰ ماشومان راوړل شوي چې دا شمېر د تېر کال په پرتله زيات دی، ولايتي روغتون هغو ماشومانو ته په ورځ کې د اتو تر دوولسو ساعتونو شيدې او د خوراځواکۍ خواړه ورکوي.»
د زابل په ولايتي روغتون کې د بستر شوي ماشوم پلار وايي، د خوړو د کمښت او بې وزلۍ له امله يې ماشوم په خوارځواکۍ اخته شوی دی.
محمد سليم زياتوي: «زموږ ماشوم مخکې ښه و خو د اقتصادي وضعيت د خرابوالي له کبله په خوارځواکۍ اخته شو، اوس مې زوی ته ولايتي روغتون موقتي خواړه ورکوي خو چې کور ته لاړ شو ماشوم مو بيا په دغې ناروغی اخته شي.»
درخانۍ چې له خپل ماشوم سره په ولايتي روغتون کې بستر ده وايي نړيواله ټولنه دې د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې له خلکو سره مرستې وکړي.
درخانۍ زياتوي: «زما زوی چې کله په دې ناروغۍ اخته شو پنځه ځله مې بستر کړی خو له روغتونه له خارجېدو ورسته موږ دومره وس نه لرو چې په بازار کې شيدي ورته وپېرو ځکه خاوند مې په نشه يې توکو روږدی دی.»
خو د زابل د روغتون امر ډاکتر محمد داوود مجددي بيا وايې چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره باید کورنۍ حفظ الصحې ته پام وکړي.
مجددي زياتوي: «خوارځواکي همېشه د متوازنو خوړو د نه شتون، د حفظ الحصې او د ماشومانو تر منځ د واټن د نه مراعاتولو، کمزوري اقتصاد او د پوهې کچې د ټيټوالي له کبله رامنځته کېږي.»
د زابل ترڅنګ په سويلي ولايت کندهار کې روغتيايي مسوولین د ماشومانو د خوارځواکۍ ناروغۍ پر زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.
نړيوالو بشري بنسټونو افغانستان کې د وزګارۍ کچې له زیاتولي سره هممهاله له د دوامداره بشري مرستو غوښتنه کړې او له نړیوالو یې په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.