ورزش

سیدني تنډر کرېکټ لوبډلې له فضل‌الحق فاروقي سره قرارداد لغو کړ

سیدني تنډر کرېکټ لوبډلې چې د اسټرالیا د شل اوریز جام (بېګ‌بش) یوه ډله ده د افغانستان د کرېکټ له نامتو لوبغاړي فضل‌الحق فاروقي سره قرارداد لغو کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسټرالیا د غوره لیګ لوبې لا هم دوام لري.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې توپ اچوونکي فضل‌الحق فاروقي له سیدني تنډر سره د ۹ لوبو قرارداد لاسلیک کړی و، چې په ۴ لوبو کې یې د خپلې ډلې په ګټه ۴ ویکټې اخیستې وې.

د بیګ‌بش لیګ د مسوولینو د مالوماتو له مخې د سپټمبر پر ۱۵ د فاروقي پر ضد شکایت ثبت شوی او د اسټرالیا کرېکټ بورډ په دې تړاو خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د اسټرالیا کرېکټ بورد د دغې دوسیې په اړه مالومات پټ ساتلي او په دې تړاو یې څرګندونې نه دي وړاندې کړې چې شکایت د څه په هکله و او ولې له سیدني تنډر سره د فاروقي د قرارداد د لغو کېدو لامل شوی دی.

د دغې ډلې مسوولینو یوازې ویلي چې د فاروقي چلند د هغوی د ارزښتونو خلاف و، له همدې امله پرېکړه شوې چې له هغه سره قرارداد لغو شي.

د اسټرالیا د کرېکټ اجرایي مسوول او د سیدني لوبډلې عمومي مدیر لي حرمن هم ټینګار کړی چې د فضل‌الحق فاروقي چلند د هغوی له ارزښتونو وتلی او پرېکړه شوې چې قرارداد یې بېرته واخیستل شي.

ښاغلي حرمن همداراز زیاته کړې: «زموږ پاملرنه له هغوی سره مرستې کولو ته ده چې په دې قضیه کې زیانمن شوي دي.»

فضل‌الحق فاروقي ۲۲ کاله عمر لري او د افغانستان د کرېکټ له نامتو لوبغاړو څخه دی چې په نړیوالو لوبو کې په ځلېدو سره وتوانېد د لومړي ځل لپاره بیګ‌بش لیګ ته لاس پیدا کړي.