د طالبانو د لوړو زده وزارت د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو په دوام په ننګرهار کې د سږني کانکور آزموینه کې بریالۍ محصلینې او کورنۍ یې دا پرېکړه غیر عادلانه او له دوی سره د طالبانو ظلم بولي.
دوی وایي، که طالبانو د پوهنتونونو دروازې تړلې نو ولې یې دوی ته د کانکور آزموینې اجازه ورکوله او ولې یې دوی ته دا دروغجنه هیله ورکړه چې پر مخ به یې د پوهنتونونو دروازې پرانیستې وي.
د ننګرهار د روښان پوهنتون د حقوقو د پوهنځي محصله ګل مینه وایي: «خپله تازه فارغېدم، او ترڅنګ مې خور اوس د ننګرهار پوهنتون ته بریالۍ شوې ده، زه نه د خپل ځان لپاره او نه هغې ته د قناعت وړ ځواب لرم، چې ولې او طالبان بالاخره له موږ نجونو څه غواړي.»
هغه زیاتوي، طالبانو د دې په څېر سلګونه نجونو او د دوی د کورنیو هیلې خاورې کړې.
زمزمه، چې خپله په اتم سمستر کې ده او دوه خویندې یې تازه له پوهنتون نه فارغې شوې وایي، یوازینۍ هیله یې دا وه، چې د خپلو نورو خویندو په څېر به د فراغت جشن په نږدې ورځو کې ونمانځي، خو په خبره یې ښکاري، چې دا ارمان یې د طالبانو په شتون کې پوره نشي.
هغه زیاتوي، له دې سره ډېری نجونې له رواني ستونزو سره مخ شوې او که حالت همداسې دوام وکړي لیرې نه ده، چې ډېری د همدې ستونزو له امله ځانوژنه وکړي.
زمزمه وایي: «زه مې د خپلې خور د فراغت پروګرام ته تللې وم له پراخو هیلو سره مې ګلان په لاس کې وو خو له بده مرغه د پوهنتون دروازه کې سخت چلند راسره وشو، ټول په ژړا شو، بیا هم هغوی فارغ شول، زما د هیلو ډکه دنیا همداسې په اخر سمستر کې پاتې شوه اوس به ناست یو، چې که د طالبانو زړه کې رحم وشي او پوهنتونونه پرانیزي.»
ننګرهار کې د پوهنتون محصلینې وایي دوی به تر هغې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې پرمخ یې پوهنتونونه خلاص نشي.
ورته مهال د هغو نجونو کورنۍ هم خواشینې دي، چې تازه یې لوڼې او خویندې پوهنتونونو ته بریالۍ شوې دي.
د جلال آباد اوسېدونکی خپلواک سمون چې تازه یې خور طب پوهنځي ته بریالۍ شوې وایي: «موږ په لومړیو کې سخت خوشحاله وو، کورنۍ او هېواد ته مې دا ویاړ باله چې خور به مې ډاکتره شي، خو له بده مرغه بېګاه چې کور ته لاړم ټولو ژړل، هېچا ته مې ځواب نه درلود، چې څه ووایم او څه به کېږي، ټول حیران دي.»
نوموړی له طالبانو غواړي، چې پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي او ولس ځان ته نږدې کړي.
د پوهنتون استادان هم دا پرېکړه د افغان ولس او هېواد لپاره ناهیلې کوونکې بولي.
د ننګرهار پوهنتون استاد خالد ضیاء وایي، که حکومت د ولس خپلول غواړي نو اړتیا ده چې د ښځو او نارینه وو لپاره مناسب ښوونیز چاپيریال برابر کړي نه دا چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې دې بندیزونه لا زیات کړي.
هغه په همدې غبرګون په خپله فېسبوک پاڼه د لوړو زده کړو وزارت ته استعفا لیک هم لیکلی او ویلي یې دي، چې تر هغې به تدریس ته ولاړ نشي، تر څو نجونو ته د پوهنتون د تګ اجازه ورنکړل شي.
دا غبرګونونه وروسته له هغې کېږي چې تازه د لوړو زده کړو وزارت په یوه لیک کې د هېواد خصوصي او دولتي پوهنتونو ته تر امر ثاني پورې د نجونو پر تګ بندیز لګولی.
دا بندیز داسې مهال لګول کېږي، چې څه موده وړاندې د سږني کانکور پایلې اعلان شوې او سلګونه نجونې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پوهنتونونو ته بریالۍ شوې.
له پرېکړې دوه ورځې تېرې شوې، خو لاهم د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی، تازه د دې وزارت ویاند ویلي، چې ژر به په دې اړه سپیناوی شي.