افغانستان

هلمند کې د يوې مېرمنې په ګډون ۱۲ تنه په دُرو ووهل شول

دا کسان نن په عام محضر کې ددغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو په خبره ابتدائيه محکمې له لوري په دُرو وهل شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په يوه اعلاميه کې ویلي، چې دا دوولس کسان په غلا او اخلاقي فساد ککړ وو، چې نن شرعي حد پرې جاري شو.

په دغو کسانو کې يوه مېرمن هم شامله ده.

طالبانو تېره ورځ له خلکو غوښتي و، چې په دغو مراسمو کې ګدون وکړي، خو باید فلم اخستونکی ټليفون له ځان سره ونه لري. دغې راټولېدنې ته خبريالان هم نه دي غوښتل شوي.

طالبانو له دې وړاندې هم د هلمند مرکز لښکرګاه په سپورتي لوبغالي کې شلو تنو ته تعزيري سزاوې ورکړې وې.

طالبانو څه موده مخکې د خپل مشر ملا هبت الله آخوندزاده په امر د حد جاري کېدو لړۍ پیل کړه.

د ملا هبت الله له فرمان وروسته د هېواد په کوټ کوټ کې لسګونه کسان په عام محضر کې مجازات او يو تن فراه کې قصاص شو.

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخوندزاده ته نژدې سرچينې وایي د شرعي حد له جاري کېدو به لاس وانخلي.

د هلمند پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي يو استاد سميع الله روهي وایي چې د حد جاری کول په اسلام کې جواز لري، خو باید شرايط یې پوره وي.

نوموړی زیاتوي چې د محاکمو په سيستم کې باید تورن کس د درېيو محکمو له پرېکړې وروسته مجرم وپېژندل شي، خو طالبان ان په لومړنۍ محاکمه ورباندې قطعي عمل کوي.

د پوهنتون دغه استاد وايي: «په اسلام کې بلکل قصاص او د حد جاري کول جواز لري، خو آیا موږ شرايط په افغانستان کې ورته برابر کړي کنه، شک په همدې ځای کې دی، چې دلته به د خپلوۍ پر بنسټ چلند کېږي.»

د طالبانو لخوا د شرعي حد جاري کېدو په نړیواله کچه هم غبرګونونه پارولي او له طالبانو يې غوښتي، چې په دې برخه کې بشري ارزښتونه له پامه ونه غورځوي.