افغانستان

د ورېښمو لارې پر پوله د اختلافي مسایلو پر سر د خبرو لپاره د ایرانیو پوله ساتو او طالبانو کتنه

په نیمروز کې د طالبانو سرحدي مسوولینو د ایران له د سرحدي ځواکونو له مسوولینو سره وکتل.

په کنګ ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د قاچاق د موضوع پر سر له سرحدي شخړو وروسته د افغانستان د سرپرست حکومت او د یران حکومت سرحدي مسوولینو په نیمروز کې سره وکتل.

د طالبانو د درېیم سرحدي کنډک قوماندان محمد ابراهیم هېواد، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس عبدالغفار فاروق او د درېیم سرحدي کنډک د ارکان رییس عبدالقهار حاجي ناصر د ایران د زابل ښار له سرحدي مسوول علي رضا سنچولي سره کتنه او خبرې کړې دي.

په دغه کتنه کې چې د ورېښمو پل پر لاره وشوې، دواړو لوریو د سرحدي مسایلو، د پولې د جنجالونو، د نشه يي توکو او انسان د قاچاق د مخنیوي په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

که څه هم د آمو ټلویزیون د خبریال له بیا بیا اړیکو سره سره په نیمروز کې د طالبانو د سرحدي کنډک قوماندان ددې کتنې جزیات ورنه کړل، خو وايي چې ددغې ناستې آجنډا د پورتنیو مسایلو په اړه وه او د ایران او افغانستان حکومتونه په ګډه د نشه يي توکو او انسانانو له قاچاق سره مبارزه کوي.

هغه ددې ناستې د پرېکړو او پایلو په اړه هيڅ مالومات ورنه کړل خو وې ویل: «د ستونزو او جنجالونو د اواري لپاره به د ورېښمو پر پوله د دواړو لوریو له خوا یو لړ اقدامات ترسره شي.»

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو راهیسې تراوسه پنځه ځله د ایران د اسلامي جمهوریت سرحدي ځواکونو له طالبانو سره نښتې کړې چې لامل یې د تېلو، د ایرانیو پوله ساتو ځواکونو له خوا د ماشومانو وژلو او د نشه يي توکو د قاچاق په شان مسایل وو.

خبري سرچینو د لیندۍ میاشتې په شپاړسمه د کنګ ولسوالۍ په شیر احمد ماککي کلي کې د ایرانو پوله ساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړ. ددغو سرچینو په وینا، د ایران په لور له افغانستانه د نشه يي توکو د غورځولو پرمهال، د ایران پوله ساتو ځواکونو پر قاچاق کوونکو ډزې کړې او په پایله کې یې د طالبانو او ایرانیو پوځیانو ترمنځ سخته نښته وشوه.

که څه هم په دې ورځو کې په نیمروز ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب الهام د سرحدي شخړې رامنځته کېدل رد کړل او هغه یې د ایرانیو پوله ساتو ځواکونو ځای ځای او په تېروتنې سره ډزې بللې وې؛ خو ځایي سرچینو د نشه یي توکو د قاچاق له امله له غرمې وروسته درېیو بجو شاوخوا د نښتو په اړه راپور ورکړی و.