افغانستان

ګوتریش له طالبانو وغوښتل چې افغانستان کې د واک ټولګډونه جوړښت ومني

انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا له ناستې مخکې وايي چې د افغانستان ټول قومونه باید د واک په جوړښت کې استازي ولري.

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش به نن د کابل په وخت د شپې ۰۷:۳۰ بجې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې وړاندې کړي.

په دې ناسته کې به د یوناما رییسه رزا اتونبایوا هم وینا وکړي.

د دې ناستې له پيل څخه مخکې د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي په یوه خبري ناسته کې له طالبانو غوښتي چې افغانستان کې د ټولو قومونو استازو ته په واک کې ونډه ورکړي.

ګوتریش وویل: «له طالبانو زموږ لومړۍ غوښتنه چې باید په پام کې یې ولري، د یوه ټولګډونه حکومت جوړل ده. ترڅو د افغانستان ټول قومونه په هغه کې استازي ولري.»

د افغانستان د ثبات یوازینۍ لار د ټولګډونه حکومت جوړول ده

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان د تهران د خبرواترو په درېیمه ناسته کې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ او دا کار یې د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره اړین وباله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه وویل: «په وروستي یو نیم کال کې ایران د افغانستان زیاته برخه بېځایه شوي وګړي منلي دي. په داسې حال کې چې زما هېواد د بندیزونو په ترټولو سختو شرایطو کې دی، خو بیا مو هم په سخاوتمندۍ سره ځای ورکړی دی. موږ باوري یو چې افغانستان کې د ثبات او امنیت لار د هېواد د خلکو له پرېکړې او د ټولګډونه حکومت له جوړولو تېرېږي.»

د ټولګډونه حکومت جوړول د بې‌ثباتۍ زمینه برابروي

په همدې حال کې کارپوهان وایي چې د ټولګډونه حکومت نه رامنځته کېدل په هېواد کې د بې‌ثباتۍ او ناامنۍ زمینه برابروي او د هېواد وګړي به د خپل وطن پرېښودو ته اړ شي.

د سیاسي مسایلو کارپوه شفیق‌الله شفیق باوري دی چې طالبانو تراوسه په افغانستان ټولګډونه حکومت نه دی جوړ کړی او د ټولګډونه حکومت موخه په واک کې د ټولو قومونو د استازو حضور ده.

هغه دوام ورکړ: «د افغانستان د وضعیت په تړاو چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له خوا پرله‌پسې اندېښنې مطرح کېږي، دا ښيي چې د ټولګډونه حکومت د جوړولو موخه په یوه حکومت کې د ټولو قومونو ګډون ده ترڅو وکولای شي د افغانستان د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب وکړي. ځکه په اوسنیو شرایطو کې طالبانو یوې ډلې ته ځانګړی حکومت لري چې نه شي کولای د ټول افغانستان استازیتوب وکړي.»

شفیق ټینګار وکړ چې دا د دې ښکارندویي چې افغانستان کې د داسې وضعیت دوام، د سیاسي ثبات رامنځته کېدل ناشوني کوي. ناامنۍ زیاتېږي، نارضایتۍ ډېرېږي او پراخ سیاسي او ټولنیز ناورین رامنځته کېږي.

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ تر پنځه‌لسو میاشتو زیاته موده کېږي، په دې موده کې طالبان نه دي توانېدلي کورنی او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي له طالبانو غوښتي، د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنې چې د افغانستان په ګټه دي ویې‌مني.