افغانستان

لغمان کې په ۵۵ رغنیزو پروژو کې زرګونه کسان په کار بوخت دي

په داسې حال کې چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پلازمیني او بېلابېلو ولایتونو کې د رغنیزو پروژو کارونه په ټپه درېدلي، په لغمان ولایت کې په دې وروستیو کې یو شمېر رغنیز او پرمختیایي کارونه پيل شوي دي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو والي وایي، چې په دې ولایت اوسمهال د ۵۵ رغنیزو او پرمختیايي پروژو کارونه روان دي، چې په کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې دي.

د طالبانو والي زین العابدین عابد وایي، په دغو پروژو کې د اوبو سربندونه، ویالې، سړکونه، د اوبو کوچني بندیونه او تر ټولو لویه پروژه د شاهي کانال ده.

نوموړی زیاتوي، چې د یو شمېر دغو پروژو کارونه به په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.

عابد وايي: «اوسمهال په لغمان کې ۵۵  پراختیايي او رغنیزې پروژې روانې دي، چې ځینې به په نږدې وختونو کې بشپړې او ګټې اخیستو ته وسپارل شي.»

د طالبانو والي دغه راز زیاتوي، چې یو شمېر نورې پروژې هم په پلان کې لري، چې ژر به پکې سلګونه نور وزګاره ځوانان په کار شي.

په دغو پروژو کې په کار بوخت ځوانان هم خوښ دي، چې په اوسنیو سختو شرایطو کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

د لغمان اوسېدونکی شفیع الله وایي، هیله من دی چې دا ډول کارونه به دوامداره او دوی ته لازیات کاري فرصتونه برابر شي.

هغه زیاتوي: «زه ډېر خوښ یم، چې دلته کار کوم او ما غوندې وزګاره ځوانان دلته کار کوي، دا خو د لنډمهال لپاره دی خو هیله لرم چې اوږد مهاله پروژې پلې او کاري زمینې زیاتې شي.»

ټولنیز فعالان هم په اوسنیو حالاتو کې د رغنیزو پروژو فعالیت د خلکو په ګټه بولي او له طالبانو غواړي چې خصوصي برخې ته هم زمینه برابره کړي ترڅو پانګونه او کاري فرصتونه رامنځته کړي.

ټولنیز فعال سید مراد وایي که طالبان خصوصي برخه پیاوړې نه کړي ښايي دا لنډمهاله کارونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

هغه زیاتوي: «خصوصي سکټور د یوه هېواد لپاره ډېر ارزښت لري چې باید ترې ملاتړ وشي او ډاډ ورکړل شي چې نوره پانګونه وکړي، ترڅو پانګونې ته زړه ښه کړي.»

عام خلک له حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې په هېواد کې د رغنیزو او ودانیزو پروژو د عملي کولو لپاره کار وکړي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. دوی وایي، خلکو سخت بې وزله شوي او د وزګارۍ او بې وزلۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي په تېره د ژمي به رارسېدو سره د دوی ستونزې څو برابره شوې دي.