ښځې

زابل کې د نجونو لپاره یو ښوونځی جوړ شو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان لوړې کمېشنرۍ (یو ان اچ سي آر) له لوري د زابل په مرکز کلات کې د نجونو د یوه منځني ښوونځي معیاري ودانۍ جوړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

د نسوان رسالې په نوم دغه ښوونځی، د کلات په سویل حاجي اصغر کلي کې د ۳۳۰ زره ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

د نسوان رسالې ښوونځي لپاره په دغه ودانۍ کې دوولس ښوونيز ټولګي، څلور اداري خونې، د برېښنا او پاکو اوبو سمبال سيسټم، د لوبو میدان، شنه ساحه او معیاري تشنابونه شامل دي.

د حاجي اصغر کلي اوسېدونکي ددغه ښوونځي په رغولو خوښ دي او وايي چې ددې ښوونځي په پرانيستو سره به يې د لوڼو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.

ددغه کلي اوسېدونکي سميع الله وايي چې مخکې د دوی نجونې ليرې ښوونځيو ته د زده کړو لپاره تللې چې له ګڼو ستونزو سره مخ وې خو ددې ښوونځي په جوړېدو سره دا ستونزه اواره شوې ده.

هغه زياتوي: «موږ ددغه ښوونځي په رغولو خوښ يو ځکه مخکې زموږ نجونې ليرې ښوونځيو ته د زده کړو لپاره تللې چې پر لاره به له ګڼو ستونزو سره مخ کېدې چې اوس دا ستونزه اواره شوې ده.»

د سيمې بل اوسېدونکی قاسم هم له یو ان اچ سي آر موسسې د مننې ترڅنګ وايي چې ددې ښوونځي په مرسته به د دوی نجونې په خپله سیمه کې زده کړه کوي.

قاسم زياتوي: «موږ خوښ یو چې زموږ په سيمه کې د يو ان اچ سي آر له لوري د نسوان رسالې په نوم ښوونځی جوړېږي.»

له بلې خوا، د زابل د پوهنې په ریاست کې طالب مسوولین وايي چې ددې ښوونځي په جوړېدو سره به د ۳۵۰ نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.

د زابل د پوهنې په ریاست کې د طالبانو اداري مرستيال محمد نسيم نصير وايي چې دغه ودانۍ دوولس ټولګي لري چې په معیاري ډول جوړه شوې ده.

هغه زیاتوي: «د نسوان رسالې ښوونځي چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې او په نږدې ورځو کې به پرانیستل شي او د شاوخوا کلیو د ۳۵۰ نجونو لپاره به پکې د زده کړو زمینه برابره شي.»

دا ښوونځی په داسې حال کې جوړېږي چې له کابو یو نیم کال راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

د نسوان رسالې ښوونځي کار په داسې حال کې پای ته رسېږي چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان لوړې کمېشنرۍ له لوري په دې ولایت کې د درېیو نورو ښوونځیو ودانیو د جوړولو سروې هم بشپړه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پيل شي.