افغانستان

د مرستندویه بنسټونو له نه پاملرنې د پکتیکا د زلزله ځپلو شکایت

پکتیکا کې د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي له مرستندویه بنسټونو غواړي، پر هغو ژمنو عمل وکړي چې له زلزله ځپلو سره یې کړې دي او هغه مرستې چې هغوی ته راغلې دي په منظم ډول ووېشي.

د دغې زلزله ځپلې سیمې اوسېدونکي اوس له هغې وېروونکې زلزلې څو میاشتې وروسته لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي او د ژمي له راتلو او د هوا له سړېدو سره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ګیان کې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي وایي په داسې وضعیت کې چې د ژمي موسم رانږدې شوی هغوی لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي او ډېرې ښځې او ماشومان د سړې هوا له امله ناروغان شوي دي.

د دې سیمې یو اوسېدونکی عارف خان وایي: «موږ له موسسو غواړو چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او که له بهر څخه زموږ لپاره مرسته راغلې وي موږ ته دې پرې اساسي کورونه جوړ کړي. نه دا چې ډېری راته وایي تاسو ته موږ د خټو کورونه جوړ کړي دي.»

هغه دوام ورکړ چې دغه کورونه مخکې جوړ شوي او اوس ټول ړنګ دي. د ژمي په دې سړه هوا کې خلک په خیمو کې ژوند کوي. موږ بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو.

د ګیان ولسوالۍ دغه اوسېدونکي ټینګار وکړ: «لومړی دلته ډېرې موسسې راغلې او یو کمپ یې راته جوړ کړ. خو ډېر ژر یې کمپ بېرته ټول کړل. د UNHCR او نورو موسسو له خوا د زرګونه کورونو سروې وشوه، خو اوس ورته پاملرنه نه کوي.»

ګیان ولسوالۍ کې یوه بل اوسېدونکي وویل چې د هغوی په کلي کې د زلزلې له امله ۲۸ تنه شهید شول چې ۷ یې د ده د کورنۍ غړي وو.

عاقل خان وایي: «له نړیوالو موسسو زموږ هیله دا ده چې د سرپناه زمینه راته برابره کړي. ځکه په دې سړه هوا کې موږ په خیمو کې ژوند کوو.»

ګیان کې د مرستو د وېش کمېټې غړی شاه محمد وایي: «دلته موسسې پر لومړنیو کارونو بوختې دي. ځینې پر سروې بوخت دي. د ځینو کورونو کار هم پیل شوی دی.»

اووه میاشتې مخکې یوې ۶ رېښتره زلزلې د خوست او پکتیکا ولایتونو ځینې سیمې ولړزولې او درانه مالي زیانونه یې واړول. د شمېرو له مخې په دې زلزله کې زرګونه کورونه تخریب او زرګونه تنه مړه شول.