افغانستان

ترکیې ته د کرزي سفر او د سیاسي اجماع د رامنځته کولو لپاره له یو شمېر سیاستوالو سره خبرې‌اترې

انځور: رویټرز

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» له منځه دوو سرچینو د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې تایید کړه، چې ټاکل شوې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ترکیه کې له یو شمېر جهادي مشرانو او سیاستوالو سره لیدنه وکړي.

د دواړو سرچینو د خبرو پربنسټ کرزی به له جرمني څخه ترکیې ته روان شي او ټاکل شوې کابو درې ورځې په استانبول کې پاتې شي.

دغو سرچینو د آمو خبریال ته وویل چې ټاکلې ښاغلی کرزی له پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د سولې د عالي شورا له پخواني رییس کریم خلیلي سره په استانبول کې په جلا توګه وګوري او خبرې‌اترې ورسره وکړي.

د سرچینو په وینا کرزی به وروسته انقرې ته ولاړ شي او هلته به د ولسمشر له پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند له مشر محمد محقق سره په جلا جلا توګه وګوري.

دغه دوې سرچینې وایي، چې د دې لیدنو موخه له طالبانو سره د خبرواترو لپاره د یوې اجماع رامنځته کول ده.

سرچینو ویلي، ښایي ښاغلی کرزی په انقره کې د جمعیت اسلامي له رییس صلاح‌الدین رباني سره هم وګوري.

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» له منځه دغې سرچینې وویل چې جمعه د لیندۍ پر ۲۵ به د دغې شورا غړي په یوه انلاینه ناسته کې له ښاغلي کرزي سره د جهادي مشرانو د لیدنې په اړه بحث او خبرې وکړي.

د سرچینو په وینا دغه لیدنې به «د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» په استازیتوب نه وي.

په همدې حال کې ښاغلي کرزي ته یوې نږدې سرچینې ترکیې ته د هغه د سفر په تایید وویل چې ټاکل شوې ښاغلی کرزی کابل ته له ستنېدو مخکې ترکیې ته ولاړ شي.

دغه سرچینه وایي چې له جهادي مشرانو او سیاستوالو سره د هغه له لیدنې خبر نه لري.

حامد کرزي ته دغې نږدې سرچینې همداراز وویل چې د مقاومت جبهې د مشرتابه غړي فضل احمد معنوي په جرمني کې د احمد مسعود په استازیتوب له حامد کرزي سره لیدنه کړې ده.

طالبانو له واکمنېدو ۱۵ میاشتې وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه ورکړه چې له افغانستانه بهر ته ولاړ شي.

ښاغلي کرزي د لیندۍ پر ۱۲ له افغانستان څخه اماراتو ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره وکتل.

د پخواني ولسمشر مرستیال احمدضیا مسعود ته نږدې یوې سرچینې او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته یوې نږدې سرچینې آمو ته تایید کړه چې ښاغلي کرزي په اماراتو کې هم له هغوی سره لیدلي دي.