افغانستان

طالبانو په تېره یوه میاشت کې کابو سل تنه په دُرو وهلي دي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو چهارشنبې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۲۳مه شل نارینه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په سپورتي لوبغالي کې په دُرو ووهل.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یوه مسوول ددغو شلو تنو له دُرو وهلو مخکې په لاسپیکرونو کې له خلکو وغوښتل چې ددغو کسانو د سزا کولو لیدلو ته لښکرګاه ښار ته ورشي.

هغه کس چې له خلکو یې غوښتل لوبغالي ته ورشي، دوی ته په خطاب سره وايي چې هېڅوک له ګرځنده ټلیفون او تصویر اخیستونکو کمرو د کارولو حق نه لري.

طالبانو په دې پیغام کې خلکو ته خبرداری ورکړ: «که څوک وغواړي ددغو کسانو له دُرو وهلو تصویر واخلي، سزا به ورکړل شي.»

طالبانو ددغو کسانو جرم «نامشروع اړیکې» بللې دي. دا شل تنه ۳۵ تر ۳۹ دُرې وهل شوي دي.

په همدې ورځ طالبانو په زابل ولایت کې هم د دوو ښځو په ګډون اووه تنه په بېلابېلو تورونو په دُرو ووهل.

د طالبانو یوه ځایي چارواکي آمو ته وویل چې یوه ښځه د «نامشروع» اړیکې لرلو په خاطر ۳۹ دُرې ووهل شوه او په درې کاله بند محکومه شوې ده.

هغه همداراز وویل چې یوه بله ښځه هم په داسې حال کې چې د بل سړي «په نکاح» وه له کوره د تېښتې په تور شل دُرې ووهل شوه او په یوه کال زندان محکومه شوه.

له بلې خوا، درې نور نارینه هم د نامشروع اړیکو په تور هر یو له شل تر ۳۹ دُرې وهل شوي او له درېیو میاشتتر یوه کال زندان محکوم شوي دي.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لړم میاشتې په ۲۳مه اعلان وکړ چې ملاهبت الله اخوندزاده ددې ډلې له قاضیانو سره په ناسته کې ویلي چې د «حدودو او قصاص» په شان شرعي سزاګانې باید عملي شي.

طالبانو له دې وروسته د لومړي ځل لپاره د لیندۍ په شپاړسمه د فراه ولایت د مرکز په سپورتي لوبغالي کې یو کس د خلکو په مخکې «قصاص» کړ.

په دې ورځ د «اجمیر» په نوم یو کس د یوه ځوان د پلار له خوا چې د طالبانو په وینا شپږ کاله مخکې د اجمیر له خوا وژل شوی او موټرسایکل او ټلیفون یې ترې غلا کړي، په کلاشینکوف ووژل شو.

هغه کسان چې ددغه قصاص د اجرا پرمهال د دې ولایت په سپورتي لوبغالي کې حاضر وو ویلي یې دي چې کلاشینکوف د یوه طالب په لاس کې و او د وژل شوي ځوان د پلار لاس یې پر ماشه کېښودل او دزې یې پرې وکړې.

البته طالبانو اعلان وکړ چې د قصاص دا حکم د مقتول د پلار له خوا اجرا شوی دی.

دغه سړی په درېیو ډزو سره ووژل شو. ددې سړي د قصاص پرمهال یو شمېر طالب طالب مشران فراه ته تللي وو او د لومړني «قصاص» اجرا یې وکتله.

دا پېښه له توندو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

طالبانو د لومړي ځل لپاره د لړم په ۲۸مه ددې ډلې د مشر ملاهبت الله له حکمه وروسته په تخار کې نهه ښځې او لس نارینه په دُرو ووهل.

له هغې وروسته اوه نارینه او درې ښځې په لوګر کې، اوه نارینه او دوې ښځې په غور او درې تنه په پکتیا کې او همداراز اتلس نارینه او نهه ښځې په چاریکار ښار کې په دُرو ووهل. طالبانو ددغو کسانو جرمونه «نامشروع اړیکې او غلا» بللي وو.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۱۷مه د ملاهبت الله له حکم څخه مخکې د تخار ولایت د مرکز په یوه جومات کې دوه نارینه او دوې ښځې په دُرو وهلې وې.

له دغو پېښو وروسته په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پر ژمنو ودرېږي.

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د طالبانو ددغو کړنو په اړه خبري ناسته کې ویلي: «موږ د هر ډول ظالمانه سزاګانو له ترسره کولو سره مخالف یوو.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ډلې له خوا د «دُرو وهلو» په وړاندې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د نیوکو په غبرګون کې وویل چې دا نیوکې اسلام دین ته «بې احترامي» ده.

په کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر رییسې هم دا وضعیت د «انساني کرامت ناورین» بللی دی.