افغانستان

د ننګرهار قومي مشران: تورخم کې پاکستاني پوځیان له افغانانو سره بشري ضد چلند کوي

د ننګرهار اوسېدونکي او قومي مشران وایي، په تورخم کې ورسره پاکستاني پولیس توپيري او د بشري حقونو ضد له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

قومي مشر عبیدالله وایي، پاکستاني پوځیان په تورخم کې له افغانانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي، چې دا هېڅ افغان ته د منلو نه دی.

نوموړی زیاتوي: «موږ مسلمانان یو دا ولې له موږ سره دومره ظلم کوي، دلته خلک شته، چې ګډې اړیکې خپلوي لري، پاکستان باید کبرجن چلند ونه کړي، دوی باید په خوشحالۍ افغانان وطن ته راولېږي نه دا چې بندیان یې کړي او وې ځوروي.»

د تورخم له لارې افغانستان او پاکستان ته تلونکي او راتلونکي افغان ناروغان هم ورته شکایتونه لري او وایي، پاکستان ورسره غیر انساني چلند کوي.

عبدالحمید چې پاکستان ته په قانوني اسنادو له خپل ناروغ سره تللی و او بېرته ته افغانستان ته راستون شوی وایي، د پاکستاني پولیسو چلند دومره سخت او غیر انساني و، چې هېڅوک یې د زغملو توان نه لري.

هغه وایي: «د خلکو شمېر له ۶۰۰ زیات و، یوازې دوه تر دوه نیم سوه تنه راخوشي کوي، د ډوډۍ او دمې ځای ډېر خراب و، کار ډېر په ځنډ او نخرو روان و.»

پر یاده لاره هره ورځ په سلګونه کسان د درملنې په پار پاکستان ته د تلو لپاره انتظار باسي، خو بیا هم پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

حسنزي وایي: «ما اسناد لرل، درې شپې مې وکړې خو بیا یې هم اجازه رانه کړه بیا مې یوه لاره ولټوله، خو سخت یې وځورولم، پاکستان کې پولیس په بېلابېلو پلمو خلکو دروي او پیسې ترې اخلي.»

هغه وایي، که په هېواد کې معیاري روغتون جوړ شوی وای او په دې برخه کې په تېرو کلونو کې کار شوی وای نو هېڅکله به افغانانو بل هېواد ته د درملنې لپاره زړه نه ښه کاوه.

اخوا، په تورخم کې د طالبانو د روغتیا د برخې مسوولین هم د افغان ناروغانو ستونزې مني، خو حل لار یې ځکه نه لري، چې وایي په افغانستان کې د درملنې معیاري روغتون نشته.

د تورخم لپاره د طالبانو کميسار مولوي خالد بیا وایي، چې پاکستان ورسره د ناروغانو په برخه کې د ستونزو د حل ژمنې کړې، خو تراوسه یې نه دي عملي کړې.

نوموړی وایي، هڅه کوي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او افغانانو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.

خالد وایي: «موږ پخوا هم ناستې کړې خو پاکستان پر خپلو ژمنو نه دی ولاړ، تل دروغ وایي، خپلې خبرې نه عملي کوي، بیا هم هڅه کوو یوه حل لار ولټوو.»

د یادونې وړ ده، چې پاکستان هره ورځ له سلګونه افغانانو د وېزې په نوم په آنلاین بڼه ډېرې پیسې اخلي، خو د وېزو غوښتونکي وایي، له ۶۰ تر ۷۰ ورځو انتظار وروسته یې ډېری وخت پیسې هم بېرته نه ورکوي او د وېزې له ورکولو هم ډډه کوي.

عام خلک له طالبانو غواړي، چې د پاکستان له حکومت سره د دغو ستونزو د حل لپاره خبرې وکړي او د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې حل کړي.

وبه لیدل شي، چې طالبان د دې ستونزې په حل بریالي کېږي شي که نه!