فرهنګ او هنر

په جوی شیر کې د کتاب اخیستونکو نجونو او مېرمنو نه شتون

جوی شیر د کابل ښار یو مشهور ځای دی او د پلازمیني ډېری اوسېدونکي ددې سیمې د نوم له اورېدو وروسته هغه څه چې ذهن ته یې رسېږي، کتاب دی.

په دې سیمه کې له کلونو راهیسې د کابل د کتابونو تر ټولو لوی کتابپلورنځي دي.

د جوی شیر کتاب پلورونکي وایي چې زده کوونکې او محصلینې نجونې د دوی مهم مشتریان وو؛ خو اوس واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته، د کتابونو په دغو پلورنځیو کې د ښځو او نجونو ورتګ کم شوی دی.

په جوی شیر کې د کتابونو د پلور غرفو شمېر ۱۵۰ ته رسېږي؛ ددغو غرفو د خاوندانو ژوند له کلونو راهیسې د کتابونو له خپرېدو او پلور سره تړلی او په تېرو کلونو کې یې د بېلابېلو موضوع ګانو لروونکو کتابونو په خپرولو سره بازار ښه شوی و.

د جوی شیر یو کتاب پلورونکی عبدالوارث چې اوولس کاله په دغه سیمه کې کتاب پلورنځی لري.

هغه وايي: «په تېر یو نیم کال کې یې کاروبار کم شوی او د کتابونو د پېرلو لپاره څوک ورته مراجعه نه کوي. د جمهوریت له سقوط وروسته، د کتابونو پېر و پلور ښه و، زده کوونکي او محصلین د کتابونو د پېرلو لپاره راتلل؛ خو اوس د طالبانو په راتلو سره، د خلکو اقتصاد صفر ته رسېدلی او څوک له کتاب لوستلو سره علاقه نه لري او د کتابونو د پلور وس نه لري.»

د یوولسم ټولګي زده کوونکې زحل احمدي چې د طالبانو په واکمنېدو سره له ښوونځي پاتې شوې وايي، له دې مخکې یې د کتاب له پلورلو سره ډېره مینه لرله: «مخکې له دې چې د ښوونځي رخصتۍ پاي ته ورسېږي، د ښوونځي درسي کتابونه به مې له کتاب پلورنځیو ترلاسه کول او په ژمي کې به مې غیر درسي کتابونه لوستل؛ خو اوس څه د پاسه یو نیم کال کېږي چې د ښار کتاب پلورنځیو ته نه یم ورغلې.»

د جوی شیر یو بل کتاب پلورونکی محمد صابر سلطاني څوارلس کاله کېږي چې په دې سیمه کې کتاب پلورنځی لري وايي چې تر ډېره د ښوونځیو او پوهنتونونو کتابونه پلوري.

هغه د بازار له وضعیته په شکایت کولو سره وايي: «په دې وروستیو کې د کتاب پلورلو بازار د تېر یوه کال په پرتله له جدي ځوړتیا سره مخ شوی او د کتاب لوستلو کلتور له سقوط سره مخ دی. زما د کتابونو زیات پېرودونکې نجونې وې؛ خو د ښوونځیو په تړل کېدو سره، اوس نجونې د کتابونو له پېرلو ناهیلې شوې او دغو کتاب پلورنځیو ته د نجونو تګ راتګ درېدلی دی.»

د جوی شیر پر کتاب پلورنځیو سربېره، د ښار په نورو برخو لکه پل سرخ کې هم د کتاب پلورلو وضعیت دې ته ورته دی. د پل سرخ کتاب پلورونکي وايي چې د کتابونو د پلور بازار خراب شوی او د طالبانو له راتلو وروسته، د دوی لپاره هېڅ انګېزه نه ده پاې شوې.