افغانستان

بغلان کې سرچینې: بغلان کې د یوه ښوونځي سرښوونکی تر شکنجې لاندې مړ شو

بغلان کې سرچینې له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وایي چې د دغه ولایت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د مرکزي لیسې سرښوونکی ملک احمد احمدي د روان کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۶ د طالبانو له خوا نیول شوی و، خو له نیول کېدو دوې ورځې وروسته یې کورنۍ ته د هغه مړی وسپارل شو.

د دغه سرښوونکي خپلوانو ویلي چې هغه د طالبانو د شکنجې له امله مړ شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملک احمد احمدي د نیولو او مړینې په تایید جمعه د ډسمبر پر ۹ د آمو خبریال ته وویل، چې د بغلان د تاله‌وبرفک لیسې سرښوونکی ملک احمد له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوی و، خو د خپلې ناروغۍ له امله مړ شو.

مجاهد د ملک احمد احمدي د مړینې په اړه وویل: «د زړه ناروغي یې لرله، په زندان کې مړ شوی دی.»

د ملک احمد احمدي د مړي په انځورونو کې چې آمو ته رسېدلي دي، د هغه پر ځان د سختې شکنجې نښې لیدل کېږي.

په همدې حال کې د بغلان ولایت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ څلور تنه اوسېدونکي چې د طالبانو له وېرې نه غواړي نومونه یې په راپور کې واخیستل شي د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خبرو پر ردولو آمو ټلویزیون ته وایي چې ملک احمد احمدي د ښوونځي سرښوونکی و او له ښکېلو لوریو سره یې هېڅ اړیکه نه لرله.

د تاله‌وبرفک ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي: «هغه (ملک احمد) ښوونکی و، د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو، هغه یې وهلی ټکولی او په کانتینر کې یې اچولی و، سهار چې ورغلي مړ شوی و، هغه یې په شهادت رسولی، له هغې وروسته استخباراتو د خلکو له وېرې هغه د پلخمري ملکي روغتون ته بېولي و. خپله وتښتېدل، اوس ټول خلک پسې ورغلي دي، شهید د کندز پوځي محکمې ته وړي، عریضه پرې شوې ده، هغوی باید خپله سزا وګوري.»

د ملک احمد خپلوانو ویلي چې طالبانو د جمعې په ورځ د هغه خپلوانو ته خبر ورکړی و چې نوموړ د زړه د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ده مړی دې یوسي. خو د هغه خپلوانو له طالبانو غوښتي چې د هغه د «قتل» څرنګوالی وڅېړي او ترڅو یې چې د «مړینې» څرنګوالی روښانه نه شي، مړی به یې وانه‌خلي.

دی وایي: «هغه (ملک احمد احمدي) یې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی و، سخت وهل ټکول شوی، وروسته یې بیا مړی پیدا شو، تر اوسه یې د هغه جنازه کور ته نه ده وړې. خلک ورغلي، ویلي یې دي ترڅو چې قضیه روښانه نه شي، جنازه نه اخلو.»

یو شمېر هېوادوال وایي وروسته له هغې چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴ پر افغانستان واکمن شول، د بغلان او پنجشېر لسګونه تنه اوسېدونکي یې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي، شکنجه او وژلي دي.

د راپورونو له مخې تېرو دوو میاشتو کې په کونړ، لغمان، کابل، غور، جوزجان او پنجشېر ولایتونو کې د مخکیني حکومت کابو ۱۱ پوځیان د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

په وروستي مورد کې د غور ولایت د شویج ولسوالۍ د قومي مشر احمدخان رسولي او د هغه د زوی مړي د طالبانو له خوا له نیول کېدو دوې میاشتې وروسته د لیندۍ پر ۱۵ له فیروزکوه څخه وموندل شول.

د ښاغلي رسولي خپلوانو آمو ته ویلي چې دغه قومي مشر دوې میاشتې مخکې له خپل زوی سره د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و.