فرهنګ او هنر

اغلې قمرګل مړه شوه | د «افغانستان د بلبلې» هنري ژوند ته لنډه کتنه

د افغانستان نامتو سندرغاړې اغلې قمرګل تېره ورځ مازدیګر کاناډا کې مړه شوه.

د اغلې قمرګل خپلوان تاییدوي چې هغه له یوې مودې راهیسې ناروغه وه او په پای کې د جمعې ورځې مازدیګر د کاناډا په تورنتو ښار کې په ۶۰ کلنۍ کې مړه شوه.

اغلې قمرګل د افغانستان له ترټولو نومتو افغان ښځینه سندرغاړو ګڼل کېږي، ډېره مشهوره وه او زیات مینه‌وال یې لرل. د استاد قمرګل ډېری سندرې چې ترې پاتې دي په پښتو ژبه دي، خو په فارسي ژبه یې هم ځینې اثار شته.

که څه هم د شته دودونو له امله افغانستان کې د ښځو لپاره خپل هنر څرګندول ستونزمن کار و، خو اغلې قمرګل له دغو دودونو سره مبارزه وکړه او هنر ته دننه شوه.

اغلې قمرګل د ګل شیرین لور وه او په ۱۹۵۲ کال کې د ننګرهار په شګه ولسوالۍ کې نړۍ ته راغله.

هغې په ماشومتوب کې د خپلوانو د خوښۍ په مراسمو کې سندرې ویلې او په زړه پورې غږ یې ټول تر اغېزې لاندې راوستل. دا غږ او استعداد یوازې په شګه ولسوالۍ کې پاتې نه شو، بلکې د ننګرهار شاوخوا ته خپور شو او ګڼ شمېر د هنر مینه‌وال د استاد قمرګل غږ جذب کړل.

د استاد قمرګل همدا شهرت د دې لامل شو چې ننګرهار کې ډېرو محفلونو ته وبلل شي تر دې چې هغه جلال اباد ښار کې یوه کنسرت ته وبلل شوه او د هنر مینه‌وال د هغې د غږ په اورېدو سره خوشحاله کېدل.

ډېره موده ونه وشوه چې اغلې قمرګل له استاد حفیظ الله خیال سره اشنا شوه استاد خیال هغې ته بلنه ورکړه ترڅو خپلې سندرې په ملي راډیو ټلویزیون کې ثبت کړي څو ټول خلک یې له غږ څخه برخمن شي.

استاد قمرګل خپله لومړنۍ سندره چې «په ما میینه سترګې سرې دي» نومېد په ملي راډیو ټلویزیون کې ثبت کړ او خپله دویمه سندره یې چې «زه انتظار کومه ستا د سترګو» وه هم ثبت او خپره کړه. له دغو دوو سندرو وروسته استاد قمرګل په ټول افغانستان کې مشهوره شوه او ډېر پلویان یې پیدا کړل.

اغلې قمرګل په لنډه موده کې د افغانستان د هنرمندانو ترمنځ ځانګړی مقام پیدا کړ او په هماغه لومړیو کلونو کې یې له استاد زاخېل سره واده وکړ. له استاد زاخېل سره د هغې واده د دې لامل شو چې استاد زاخېل په هنري کارونو کې لا زیاته مرسته او ملاتړ ترې وکړي.

د استاد قمرګل د واده حاصل د ایمل زاخېل او خیبر زاخېل په نومونو دوه زامن دي.

د استاد قمرګل شهرت هغه مهال خپل اوج ته ورسېد چې «ورو ورو کېږده قدمونه اشنا» سندره یې خپره شوه. د دغې سندرې له خپرېدو وروسته د وخت پاچا محمد ظاهرشاه له هغې ستاینه وکړه او د سرو زرو مډال یې ورکړ.

د استاد قمرګل اواز یوازې په افغانستان پاتې نه شو، بلکې له پولو واوښت او په روسیه، منځنۍ اسیا او پاکستان کې یې د کنسرتونو په اجرا کولو ګڼ پلویان پیدا کړل.

هغې په خپل هنري ژوند کې ګڼې جایزې ترلاسه کړې. په ۱۹۸۳ کال کې د هغه وخت د ولسمشر ببرک کارمل له خوا د طلایې حنجرې لقب ورکړل شو او په ۲۰۰۷ کال کې یې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د افغانستان د بلبلې لقب ترلاسه کړ.

استاد قمرګل په ۱۹۷۷ کال کې د هېواد پرېښودو ته اړ شوه. هغه لومړی پاکستان او وروسته کاناډا ته ولاړه او د ژوند ترپایه هلته پاتې شوه.