ښځې

بغلان کې له ناڅرګند برخلیکه د لوستو نجونو اندېښنه

له پوهنتونه فارغې شوې نجونې باید څه وکړي؟ د نورو نجونو په څېر په کور پاتې شي؟ یا له خپلو زده‌کړو د کور په کارونو کې ګټه واخلي؟ که د کار حق نه لري، ولې باید زده‌کړې وکړي؟ له ښځو پرته به هېواد څنګه پرمختګ وکړي؟

دا او لسګونه نور موارد بغلان کې هغه نجونې چې زده‌کړې یې کړي د خپل فراغت په محفل کې یې له طالبانو پوښتي.

هغه نجونې چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی دی، اندېښمنې او خواشینې برېښي. په څېرو کې یې اندېښنه له ورایه ښکاري، ته به وا هغوی د فراغت مراسمو پر ځایی فاتحې ته بلل شوې دي؛ ټولنه کې د وروستي حضور فاتحه او د کور په دیوالونو کې بندي کېدل. له هرې یوې سره چې خبرې کوم، له ناڅرګند راتلونکي خبرې کوي.

د بغلان پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي فارغه شوې نجلۍ هدیه رسولي له دې چې نجونې وروسته له دې په پوهنتونونو کې د دغه پوهنځي د ټاکلو حق نه لري اندېښمنه ده. هغه وایي: «د نجونو لپاره د دغې څانګې بندیز، په دې مانا دی چې موږ په دې برخه کې د کار حق نه لرو. له کله چې مې دا موضوع اورېدلې ده، ناهیلې شوې یم. پوهېږم موږ ته د کار حق نه راکوي.»

طالبانو موده مخکې له نجونو د څو تحصیلي برخو د ټاکلو حق واخیست.

نرګس محمدي یوه محصله ده چې له ژورنالیزم پوهنځي فارغه شوې ده. هغه هم د هېواد په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کار د اجازې نشتوالي ته اندېښمنه ده. نوموړې وایي: «که پوهېدای چې موږ ته د کار حق نه راکوي، زده‌کړې مې نه کولې. په ډېرو ستونزو مو د څه لپاره څلور کاله زده‌کړې وکړې؟ یعني نور باید په کور کېنو؟»

د هغې په وینا یوه نجلۍ چې کرنې، اقتصاد، انجنیرۍ یا ژورنالیزم پوهنځیو سره لېوالتیا ولري باید زده‌کړې ونه کړي؟ دا د طالبانو هماغه دودیز فکر دی چې ښځو ته د زده‌کړو او انتخاب حق نه ورکوي.

همداراز په دغه محفل کې ګډونوال مسوولین هم د دې پر ځای چې نجونو ته هیله ورکړي د حجاب د رعایت او شرعي مسایلو په تړاو خبرې کوي.

اخوا یو شمېر استادان په دغو مراسمو کې له طالبانو غواړي چې د فارغ شویو نجونو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم ښځې له دولتي دندو ګوښه شوې دي.

اوسمهال له یو شمېر ښځینه ښوونکو او ډاکترانو پرته هېڅ بله مېرمن پر خپله دنده نه ده پاتې او طالبانو هم همدې موضوع ته په پام، د نجونو لپاره یوازې د طب او معلمۍ څانګو د ټاکلو حق ورکړی دی.