افغانستان

طالب مشران د «قصاص» د لیدلو لپاره فراه ته ولاړل

طالبانو نن د افغانستان په لوېدیځ فراه ولایت کې پر یوه سړي چې ددې ولایت د یوه اوسېدونکي په وژلو تورن و د قصاص حکم عملي کړ.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له دفتره خپره شوې پکې راغلي، په هغه غونډه کې چې د دې قصاص حکم د تطبیق لپاره جوړه شوې وه، څه د پاسه لسو تنو طالب مشرانو او مسوولینو ګډون کړی و.

ددغې خبرپاڼې له مخې، په دغو مراسمو کې د طالبانو د سترې محکمې قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د طالبانو د سترې محکمې قضايي مرستیال سردار محمد، د طالبانو د سترې محکمې پوځي مرستیال مولوي خيرجان، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي، د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبيب الله آغا، د طالبانو د سترې محکمې د دارالافتاء رییس عزیز الرحمن مظهري، د طالبانو ویاند ذبيح‌الله مجاهد، د کندهار د علماوو شورا رییس ملوک شاه او د لوېدیځې حوزې څو نورو چارواکو پکې ګډون کړی و.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه کس جرم د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ د ګنګ کلي د اوسېدونکي د عبدالرحمن زوی مصطفی په نوم یوه کس وژل و.

په دغه خبرپاڼه کې همداراز ادعا شوې چې تاجمیر لومړی د مقتول موټرسایکل او ګرځنده ټلیفون غلا او وروسته یې په بې رحمۍ سره وژلی دی.

په فراه کې ځایي سرچینې وايي چې ټاکل شوې سبا په فراه ولایت کې یوه ښځه سنګسار او د څلورو تنو نورو کسانو لاسونه پرې شي.

ددې پېښې عیني شاهد محمد هاشم نوری د آمو له خبریال سره په خبرو کې وایي: «نن په فراه ولایت کې ټول دولتي بنسټونه رخصت اعلان شول. ملابرادر او ذبیح الله مجاهد د طالبانو د کابینې له یو شمېر غړو سره د یوې صحرايي محکمې د اجراه لپاره فراه ولایت ته راغلي وو.»

هغه زیاته کړه: «ددې پلاوي له راتلو وروسته یو دېرش کلن سړی د زرګونه کسانو په مخکې د فراه ولایت په سپورتي لوبغالي کې د مقتول د پلار له خوا په درېیو ډزو سره ووژل شول.»

دغې سرچینې زیاته کړه: «هغه ځوان چې د قصاص په حکم وژل شوی، شپږ کاله مخکې یې یو تن وژلی و او کورنۍ یې اوس د محاکمې لپاره طالبانو ته شکایت کړی دی.»

په همدې حال کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي: «د فراه په ملي امنیت کې درې تنه د ملا برادر په حضور اعدام شوي او یوازې یو تن د خلکو په مخکې قصاص شوی دی.»

دغې سرچینې زیاته کړې چې ټاکل شوې سبا فراه کې پر یوې ښځې د سنګسار او پر ۴ نارینه‌وو د لاس د پرې کولو حکم پلي شي.

د شرعي سزاوو د پلي کولو لپاره د ملا هبت‌الله امر

طالبانو د نومبر پر څوارلسمه اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له قاضیانو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې د قصاص په څېر شرعي سزاوې باید عملي شي.

طالبانو د ملا هبت‌الله له امر وروسته د لومړي ځل لپاره د لړم پر ۲۸ تخار کې ۱۹ ښځې او نارینه په دُرو ووهل، له هغې وروسته یې د لیندۍ پر دویمه ۹ نارینه او ۴ ښځې د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په یوه لوبغالي کې په متروکو ووهل.

په تخار او لوګر کې له دغو دوو پېښو وروسته د ملګروملتونو سازمان د طالبانو له خوا د افغانانو په دُرو وهل «ظالمانه» وبلل.

د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي ویاند فرحان حق یوه خبري ناسته کې د طالبانو د دغه اقدام په اړه ویلي: «موږ له هر ډول ظالمانه سزا سره مخالفی یو.»

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد لوګر کې د دغې ډلې له خوا د ۱۲ تنو پر دُرو وهلو د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو د نیوکې په غبرګون کې وویل، چې دا نیوکې اسلام دین ته «سپکاوی» دی.

هغه ویلي و: «هېوادونه او سازمانونه باید اجازه ورنه‌کړي چې مغرض کسان د هغوی له ادرسه د اسلام دین او د هغه د احکامو په اړه تحریکوونکې څرګندونې وکړي.»

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د طالبانو دغه کړنه «وېروونکې» وګڼله او ویې‌ویل چې دا عمل افغانستان یو ځل بیا پر پخوانۍ «خطرناکې» لارې روانوي.

اخوا د اروپا پارلمان هم په یوه خبرپاڼه کې طالبان پر «جنسي اپارتاید» تورن کړي دي.

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر مامورینو د لیندۍ پر یوولسمه ۲۱ ښځې او نارینه په کابل کې په متروکو ووهل. کابل کې سرچینې آمو ته وایي چې طالبانو پنجشنبه د لیندۍ پر لسمه ۱۵ نارینه او ۶ ښځې هم په کابل کې د خلکو په مخکې په دُرو ووهل.

غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې یکشنبه د لیندۍ پر ۱۳ د طالبانو محکمې د یوې ښځې په ګډون ۷ تنه د خلکو په مخکې په متروکو ووهل.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، چې د طالبانو محکمې ۷ تنه د شراب څښلو او اخلاقي فساد په جرم د دغه ولایت په لوبغالي کې په دُرو ووهل.