سوداګري

ننګرهار کې د کورنیو محصولاتو تولیدوونکي د بازار غوښتنه کوي

ننګرهار کې د تخنیکي او مسلکي انستیتوتونو او لېسو د ښوونکو او زده کوونکو د تولیداتو او لاسته راوړنو لپاره یوه ورځنی نندارتون جوړ شو.

په دې نندارتون کې کرنیز او حیواني محصولات، تخنیکي تولیدات، نوښتونه او لاسته راوړنې نندارې ته اېښودل شوې دي.

د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر فضل باري نصرت وایي، چې په نندارتون کې ۲۲ غرفې دي، چې په کې لسګونه ډوله لاسي صنایع او داخلي تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

نوموړی وایي د دې نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو او صنایعو لپاره بازارموندنه ده.

ښاغلی نصرت زیاتوي: «ننګرهار کې ټول ۲۲ مسلکي لېسې او انستیتوتونه فعالیت لري، چې دوه یې خصوصي دي او یو د ناشنوایانو دی، موږ منو چې دوی د امکاناتو له کمښت سره مخ دي خو هڅه کوو دا ستونزه تر یوه بریده حل کړو، دا نندارتون مو د همدې لپاره جوړ کړی چې خلک د کورنیو تولیداتو ننداره وکړي.»

د نندارتون ګډونوال او د مسلکي او تخنیکي لېسو او ښوونیزو ادارو مسوولین بیا خوښ دي، چې خپل تولیدات یې نندارې ته ايښي، خو دوی د امکاناتو له کمښته شکایت لري.

سمیع الله مفتون، چې په ننګرهار کې د ناشنوایانو د مسلکي لېسې امر دی وایي، که پام ورته وشي نو زده کړیالان به یې ډېرې لاسته راوړنې ولري.

هغه وایي معلولین له لاسي تولیداتو پرته بل څه کې پر مخ نشي تللی او په خبره یې که زمینه ورته برابره شي نو دوی کولی شي، خپل ژوند په خپله پر مخ بوځي او ورځنۍ اړتیاوې په خپله پوره کړي.

مفتون زیاتوي: «موږ په خپله لېسه کې شاوخوا ۲۰۰ معلول زده کوونکي لرو، چې ګونګیان او ناشنوایان دي، دوی هڅه کوي په ټولنه کې ډېر څه زده کړي څو د ټولنې پر اوږو بار نشي، که دوی ته پام وشي نو باوري یم، چې د خپلې کورنۍ پالنه به کوي، موږ اوس امکانات نه لرو په هره برخه کې زموږ زده کوونکي تولیدات لري، لاسي صنایع او داسې نور.»

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د کرنې د مسلکي لېسې یو مسوول محمد قاسم بیا دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د پېژندنې لپاره ډېر ګټور بولي.

هغه وایي، که مسوولین د دوی د تولیداتو لپاره د پلور بازار برابر کړي خپل تولیدات به لا زیات کړي.

قاسم زیاتوي: «موږ په لېسه کې د نورو توکو ترڅنګ هر ډول کرنیز تولیدات لرو، دلته موږ نمونې راوړې. موږ آن کورني اچار او مربا هم جوړوو چې ښه کیفیت لري.»

په نندارتون کې په لاس جوړو شويو توکو د خلکو پام وراړولی دی.

زیات شمېر خلک د کورنیو تولیداتو لیدلو ته راغلي او هر څوک د خپلې خوښې وړ توکي پېري.