افغانستان کې د مخکیني حکومت یو شمېر ښځینه پوځیانې وایي چې د طالبانو له خوا د عمومي بښنې پر اعلان سربېره هغوی تر څارنې لاندې دي او په ناوړه وضعیت کې شپې ورځې تېروي.
یوه له دغو پوځیانو وایي چې پنځه کاله مخکې یې د کابل د پولیسو په قوماندانۍ کې په بېلابېلو پوستونو دنده ترسره کړې ده؛ خو اوس د طالبانو تر څارنې لاندې ده او په پټه تګ راتګ کوي.
دغه ښځه وایي چې دوې میاشتې مخکې کله چې له خپل خاوند سره په موټر کې وه د کابل ښار خیرخانه سیمه کې طالبانو د هغوی موټر ودراوه او ټینګار یې کاوه چې باید خپل حجاب لیرې کړي او څېره ورته وښيي، خو خاوند یې له طالبانو سره لفظي شخړه کوي او له سیمې تښتي، دغه ښځه وایي چې طالبانو د هغوی پر موټر ډزې وکړې او خاوند یې ټپي شو.
دغه مېرمن زیاتوي: «طالبانو په یوه تمځای کې زما له خاوند څخه پلټنې وکړې او غوښتل یې خپله څېره ورته وښیم؛ خو زه او خاوند مې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له سیمې وتښتېدو او د طالبانو له ډزو سره مخ شوو او په دې پېښه کې زما پر خاوند سربېره چې سخت ټپی شو، دوه تنه نور هم په لاس او پښه ولګېدل.»
هغه وایي چې اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت او تر ګواښ لاندې دي او د کور یوازینی سرپرست چې خاوند یې و، اوسمهال ناورغ دی او د پیسو ضمانت په بدل کې د طالبانو له خوا خوشی شوی دی.
دغه مخکینۍ پوځي په دوام کې وایي چې ډېری همکاران یې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په ناوړه وضعیت کې دي او د طالبانو له وېرې له هېواده وتلي دي.
د پېښې څرنګوالی
د دغې مخکینۍ پوځي خاوند چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي؛ وایي چې مېرمن یې په پوځ کې وه او له همدې امله طالبان د هغوی په لټه دي.
د دغه سړي په وینا «طالبانو زما موټر ودراوه. هغوی غوښتل زما د ښځې مخ چې مخکینۍ پوځې وه وګوري، په ډېر احتمال سره چا راپور ورکړی و. د خپلې مېرمنې د ژوند د خوندیتوب لپاره له پلټنځایه وتښتېدو، طالبانو پر موږ ډزې وکړې، پر اوږه او سر مې څو ګولۍ ولګېدې، خپلې مېرمنې ته مې وویل چې وتښته.»
لا هم د دغه سړي پر مخ او بدن ټپونه پاتې دي او یوه سترګه یې له لاسه ورکړې ده.
دغه کس وایي «زه یې روغتون ته ولېږدولم او شل ورځې په روغتون کې بستر وم. د ناروغۍ پرمهال مې روغتون کې ډېرې ستونزمنې ورځې تېرې کړې او طالبان مې له سر سره ولاړ وو او ان بهر ته د تلو اجازه یې نه راکوله. په پای کې د پیسو په ضمانت، د ځان د درملنې لپاره خوشی شوم او اوسمهال په کور کې بستر یم. ان څو ځله دې ته اړ شوو چې د اوسېدو ځای بدل کړو.»
کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند عبدالنافع ټکور دغه پېښه ردوي او وایي چې د هغوی کسانو کابل کې داسې څه نه دي کړي.
تېر ۱۵ میاشتو کې طالبان د مخکیني حکومت د پوځیانو او ملکیانو پر نیولو، شکنجې او ژولو تورن شوي دي.