ساینس او ټکنالوژي

د کونړ د یوه ښوونځي د زده کوونکو نوې اختراع

د کونړ د مرکز اسداباد اړوند د تېشې سیمې د شهید معلم سلیم خان لېسي د دوولسم ټولګي زده کوونکو ریموټ لرونکی موټر، الوتکه، بېړۍ او نور وسایل جوړ کړي دي.

دغو زده کوونکو په درېیو میاشتو کې د خپل ښوونکي په لارښونه دا کار کړی دی.

د دوولسم ټولګي لسو زده کوونکو په ډله ییز ډول دغه اختراع کړې او نندارې ته يی وړاندې کړي چې د خپلو ښوونکو او ددې ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو له لوري ستایل شوي دي.

ددغو لسو تنو له جملې چې درېیو بیړۍ، الوتکه، ریموټ کنټرول لرونکی موټر او نور وسایل جوړ کړي دي.

د دوولسم ټولګي زده کوونکی موسی شفیق چې سکواټور یې جوړ کړی وايي: «هغه څه مې عملي کړي و چې د ښوونکي له خوا راته تدریس شوي او په پایله کې په دې بریالی شوم چې دا شیان جوړ کړم.»

هغه زیاتوي، کله به چې ښوونکي درس ورکاوه نو د دغو توکو د عملي جوړولو په اړه به یې فکر کاوه خو اوس په دې کار بریالی شو.

موسی شفیق وايي، که موجوده حکومت (د طالبانو اداره) ورسره مالي مرسته وکړي داسې الوتکه به جوړه کړي چې د الوتلو وړتیا ولري.

ددې لېسې د دوولسم ټولګي یو بل زده کوونکی احمد جبرایل چې ریموټ کنټرول موټر او ځینې نور توکي یې جوړ کړي وايي: «دغه وسایل چې ما جوړ کړي دا مې هیله وه چې نن پوره شوه او په راتلونکي کې غواړم چي نور دا ډول شیان جوړ کړم.»

هغه وایي، هڅه کوي چې ددغه ډول توکو په جوړولو سره خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

نه یوازې په کونړ بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ځوانانو په بېلابېلو برخو کې خپلې وړتیاوې او استعدادونه ښودلي دي.

څه موده مخکې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي انستیتوت یو شمېر زده کوونکو په کمو امکاناتو ۲۰۲۲ ماډل موټر جوړ کړ.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، که حکومت (د طالبانو اداره) ددغه ډول زده کوونکو له وړتیاوو ګټه پورته کړي ښايي لا ښه او پرمختللي وسایل جوړ کړي.